لږه موده د مخه د ای ايس بی سی په نامه د ګلف د قهرمانانو د لومړی دوری مسابقی د چين په شانګهای کی پرانستلی شوی چه د تيګير ودس او ويجی سينګ په شمول د نړۍ ځينو نامتو لوبغاړو پکی ګډون درلود ٠ تر اوسه پوری د ګلف د تيرو مسابقو په نسبت په دې مسابقو کی د برخوالو لوبغاړو سويی ډيری لوړی ؤ ٠ د نوموړو مسابقو د تر سره کيدو له امله د چين د ګلف د لوبو مينوال د ګلف د لوبو په هکله پوره معلومات تر لاسه کړل او د نړۍ د زيات شمير نامتو لوبغاړو سره نژدی تماسونه ونيول ٠ ګرانو اوريدونکو ، د سپورت نړۍ په نننی پروګرام به په دې باره کی يو مضمون واورئ چه عنوان ئی دی په چين کي د ګلف لوبې مينوال د زياتيدو په حال کي دي ٠
د نوموړو مسابقو د يادونی په وخت کی د چين د ګلف د لوبو د ټولنی د لومړنی سر منشی مرستيال لی يونګ په نظر د نوموړی لوړی سويی لرونکی مسابقی جوړول په چين کی د ګلف د لوبو د ودې لپاره ډير ګټور دی ٠ هغه وويل __اواز___
د دغو مسابقو جوړول د ګلف د لوبو د تعميم او ترويج لپاره ګټور دی ٠ په دې مسابقو کی د نړۍ د زيات شمير ډيرو غوره او غښتلو لوبغاړو له ګډون څخه څرګنديږي چه د ګلف لوبی هم يو مهم سپورت دی او ډير ګډون کوونکی لری ٠ د دومره زياتو مشهورو لوبغاړو په برخه اخيستنې سره نوموړې لوبې ښه وده کولی شي ٠ ځکه چه نوموړی مسابقی د ټلويزيون له لاری د نړۍ ډيرو هيوادونو ته خپرې شوی او په دی ډول ټولی نړۍ د چين د ګلف د لوبو ودې ته پام اړولی دی ٠
د ګلف لوبی په اروپا کی پيل او په لسمه پيړی کي نورو سيمو ته خپرې شوې ٠ په
چين کی دغه لوبی د تيری پيړی په اتيايمی لسيزی کی پيل او د بيجينګ ، شانګهای او شن جن په ښارونو کی د ګلف کلبونه او ميدانونه جوړ شويدی او په دی وروستيو وختونو کی په چين کی دغه لوبی د ودې په حال کی دی ٠په ١٩٨٥ کال کی د چين د ګلف د لوبو ټولنه په بيجينګ کی په رسمی توګه جوړه شويده تر څو دغه لوبی په چين کی د ښې ودې په لور پرمختګ وکړي ٠ په ١٩٨٦ کال د کوريا جمهوريت په مرکز سيول کي د اسيا په سپورتی لوبو کی د ګلف د لوبو په هکله د چين لوبغاړی د لومړی ځل لپاره په نړيوالو سپورتی لوبو کی ګډؤن وکړ ٠ وروسته د ګلف لوبو د مسابقو په دوامدار جوړيدو سره په چين کی د دې لوبو د مينوالو شمير په پرله پسی توګه زيات شوي او د دې لوبو سويه هم لوړه شويده ٠
ښاغلی جنګ يو دونګ د شانګهای د انترنيت په يو شرکت کی کار کوی او د ګلف له لوبو سره ډيره علاقه لری ٠ هغه د نوموړی مسابقی د کتنی په وخت کی وويل _اواز__
زه ډير خوشحاله يم چه دا ډول مسابقی په شانګهای کی تر سره کيږي او د تيګير ودس او کولين مونتګوميری په شمول زيات شمير نړيوال قهرمانان مې له نژدي نه وکتل ٠ له کار نه وروسته په فارغ وخت کي زه او زما دوستان هميشه د ګلف په لوبو کی ګډون کوو ٠ که څه هم په دې لوبو کی د برخی اخيستلو وخت مې لنډ دی ، خو بيا هم له دغو لوبو سره مينه لرم ٠ اوس په چين کی لا زيات شمير خلک د ګالف په لوبو کی ګډون کوی ، ځکه اوس دغو لوبو ډيره وده کړی ده ٠
د احصائيی له مخی اوس په چين کی د ګلف د لوبو د مينوالو شمير له څلورو مليونو پنځو لکو څخه اوښتی دی ٠ د ګلف د لوبو د بين المللی ټولنی د احصائيی سره سم چين يو داسی هيواد دی چه د ګالف د لوبو د سامانونو د توليدولو اندازه ئی يوازي د امريکي نه وروسته په نړۍ کي دوهم مقام نيسي ، امکان شته چه د درو کلونو نه
وروسته به دغه اندازه په نړۍ کي لومړی ځای ونيسي او د نوموړو سامانونو په بازار کی په سلو کی اويا برخه به په لاس کی ولری٠
د امريکی نامتو لوبغاړی تيګير ووس وويل __اواز___
شک نه شته چه په چين کی د ګلف په لوبو کی د ګډون کوونکو شمير په چټکی سره زياتيږي او لا زياتې مسابقی جوړې شويدی ٠ زما په نظر څرنګه چه د زلميانو په شمول لا زيات چينايان په دغو لوبو کی برخه اخلی ، نو يقين لرم چه په راتلونکی کی به چينايان د ګلف د لوبو په مسابقو کی ستر بری ومومي ٠