<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-06 17:41:29    
د چين د تبت د نڅا طرح کوونکې پو بو جو ما

cri

ګرانو اوريدونکو : اسلام عليکم ! ټولو ته معلومه ده چه د چين د تبت قوم خلک چه د چين د لويديځی سيمی د چينګ های او تبت په لوړی سيمی کی اوسيږی په نڅا کولو او سندری ويلو تکړه دی . د چين د تبت د خود مختاری سيمی د هنر په ساحه کی د نڅا يو شمير طرح کوونکي شته او د ښځی او ټولنې په نننی خپرونه کی به تاسو ته يو مضمون واوروو چه عنوان يی دی : د چين د تبت د نڅا طرح کوونکې پو بو جو ما .

د رخصتی په يوه ورځ خبريال له پو بو جو ما سره مخامخ شو، که څه هم هغه څليرويشت کلنه ده ، مګر د دی اندامونه ډير ښه او ښکلی دی .

پو بو جو ما له نڅا سره ډيره مينه لری . د تيری پيړۍ د اويا يمی لسيزی په پای کی هغی د بېجينګ د نڅا په پوهنځی کی په پنځه کلنی زده کړی پيل کړ . د څه دپاسه شلو کلونو نه وروسته نوموړی د ځپلی زده کړهی د يادونی په وخت کی وويل :

زه هميشه د خپل ژوند هغه شيبی يادوم وکړه کوم چه می په بېجينګ کې تيری کړی دی . زما په صنف کی د تبت قوم زده کوونکي او د هان قوم زده کوونکي هم ؤ او زمونږ ترمنځ ښه روابط موجود ؤ . تر اوسه پوری ، زه تر اوسه له ډيرو همصينفيانو سره اړيکی هم لرم . په همغه وخت کی ښوونکو زمونږ ډيره پاملرنه کوله او هميشه به يی مونږ ته نور درسونه هم راکول . نو له دی امله د فراغت په وخت کی زمونږ موفقيتونه ډير ښه ؤ .

د پنځو کلونو خصوصی روزنی نه وروسته پو بو جو ما د تبت د سندرو او

نڅاو په ډله کی پر نڅاکوونکی بدله شوه او د خپلو ډيرو کوششونو له لاری ژر د نوموړی ډلی ناموتو هنرمنده وګرځيده . له ١٩٩١ کال څخه پو بو جو ما په امريکی ، کانادا ، سويدن ، دنمارک او سنګاپور کی ننداري وښودلی او د تبت ښه نڅا يی د بيلا بيلو هيوادونو خلکو ته وړاندی کړه . د نوموړو نندارو د خاطراتو د يادونی په وخت کی هغی وويل :

په بهرنيو هيوادونو کی د تبت د قوم يو شمير خلک هم شته ، دوی زمونږ له نندارو څخه د کتلونه وروسته خپلی خوښی څرګندی کړی ، دوی وويل چه ننداری ډيری ښی دی ، نڅاکوونکی هم تکړه دی او د دوی له نندارو څخه مونږ د تبت واقعی او عنعنوی نڅاوی وکتلی دی .

په ١٩٧٧ کال کی د تبت د سندرو او نڅاوو ډلی وغوښتل چه د نڅا يو شمير طرح کوونکي وروزی په پای کی ، پو بو جو ما د نڅا د يوی نامتو هنر مندی څخه د نڅا په طرح کوونکي بدله شوه . هغی وويل :

زه له نڅا سره مينه لرم او مسؤليت لرم چه د نڅا د طرحی دنده په غاړه لرم او بايد د نورو نڅا کوونکو دپاره ښه نڅا طرحه کړم .

په ١٩٩٧ کال کی پو بو جو ما د دريم ځل دپاره د بېجينګ د نڅا پوهنځی ته ولاړه ، تر څو د نڅا د طرح کولو زده کړه وکړی . په بېجينګ کی ماشومان د درسونو نه وروسته د نڅا په روزنی کی ګډون کولای شی ، مګر په تبت کی دا ډول روزنی نه شته . نو له دی امله پو بو جو ما په خپلو پيسو د نوموړی پوهنتون د نڅا د درجه د ټاکلو د تدريسی پروګرام زده کړ او د نڅاو درجو د ټاکلو د ښوونکی شايستګی يی تر لاسه کړه . په ٢٠٠١ کال کی پو بو جو ما د تبت د ماشومانو لومړی غير حرفه ای مکتب يی جوړ کړ او هغی د ماشومانو دپاره د ند ډير عوامو ماشومانو دپاره د

خوصوصې نڅا د زده کړی فرصت برابر کړ .

د نڅا د طرح کولو په باب پو بو جو ما وويل :

مونږ بايد تر ممکنه حده پوری د عنعنوی نڅا هنر وساتو ، مګر په نندارو کی بايد د نڅا انکشاف پوره څرګند کړو .

ګرانو اوريدونکو ! د چين د تبت قوم د نڅا د طرح کوونکې پو بو جو ما په باب مو معلومات واوريدل او د ښځه او ټولنې نننی خپرونه پای ته ورسيده ستاسو د کاميابی او خوشحالې په هيله .