<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-06 18:58:33    
*رای يوری چه دلاستيکی سړی شهرت يی وموند

cri

امريکايی رای يوری د اتلتيک د ورزش په اړه له هغو برياليو لوبغاړو څخه شميرل کيږی چه د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی يی ډير ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی دی . هغه د اولمپيک د دريو دورو په سپورتی لوبو کی په ټاکلی ځای کی د اوږد ټوپ ، جګ ټوپ او د دری قدمه ليری ټوپ په دريواړو لوبو کی ټول لس دانی طلايی مدالونه وګټل چه په دی توګه يی د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی لومړنی داسی ريکارډ چه ترلاسه شوی طلايی مدالونه يی تر هر چا نه زيات دی ، ټينګ کړ او له دی برکته يی د لاستيکی سړی شهرت ترلاسه کړ .

د فکراو عقل نه ليری خبره دا ده چه رای يوری د وړکتوب په مرحله کی د تشنج په ناروغی اخته شو او دواړه پښی يی فلج شوی وی ، او مجبورأ به يی په ارابه لرونکی څوکۍ کی شپی ورځی تيرولی . وروسته هغه د ډاکتر د پشنهاد سره سم په ورزش او سپورت پيل وکړ او په نتيجه کی هغه نه يوازی ارابه لرونکی څوکۍ پريښودله ، بلکی د اتلتيک په ساحه کی يو ډير بريالی ورزشکار وګرځيد .

*د اولمپيک په دريمی سپورتی لوبی کی لومړنی غولوونکی عمل

د اولمپيک د دريمی دوری د سپورتی لوبو په اړه د ماراتون په مسابقه کی د لومړی ځل لپاره غولوونکی عمل منځ ته راغی . د سيالی په پيل کی

امريکايی لوبغاړی فريد لوڅ د نورو برخه والو ورزشکارانو نه وړاندی منډه وهلی وه . خو د دولسو کيلومترو نه وروسته په بدن کی يی څه تکليف پيدا شو او له دی امله هغه په يوه موټر کی پورته شو او د اوولسو کيلومترو نه وروسته يی بيا په پښو وروستنی اته کيلومتره فاصله ترسره کړه او لومړی مطلوب ځای ته ورسيد . د امريکی د جمهوررييس روسفيلد لور شخصأ يو طلايی مدال هغه ته وسپاره . امأ کله چه د هغه نه وروسته بل امريکايی لوبغاړی تو هيکس ورزشی ميدان ته هم داخل شو ، د فريد لوڅ غولوونکی لوبه افشا شوه . هغه د ځان لپاره دفاع وکړ او و يی ويل چه ما د طلايی مدال د ګټلو نيت نه درلود او يوازی او يوازی می غوښتل چه بازی او تفريح شريکه کړم .

بالاخره د اولمپيک په دريمی سپورتی لوبی کی د ماراتون د قهرمانۍ لقب تو هيکس ته ورکړ شو ، مګر دغه لوبغاړی هم پاک او صاف نه و . وروسته د هغه د روزنکی په قول ، د ماراتون د مسابقی مطلوب ځای ته په اوو کيلومترۍ کی هيکس ډير ستړی شوی ؤ او و يی غوښتل چه له مسابقی نه ووځی . خو روزونکی د هغه مخه ونيوله او ورته يی د ستړتيا په ضد دوه واکسينونه ووهل او يو کپ شراب يی هم ورکړ چه په دی توګه درملو او شرابو هغه په تحريک رواشت او هيجانی حالت کی غوره کړل او بالاخره نوموړی مطلوب ځای ته ورسيد .

*په لسو لوبو کی د بشپړ مهارت لومړنی عمومی قهرمان

د لسو لوبو په شمول د بشپړ مهارت عمومی قهرمانۍ د ګټلو سيالی لومړی ځل د اولمپيک په دريمی سپورتی لوبی کی شامله شوه ، خود لوبو نومونه يی له اوسنی مسابقی سره توپير لری او په پوره توګه د امريکی د مودل سره سم ټاکل

شوی ؤ چه د سلو ياردو په واټن ځغاستی ، ګلولی ، جګ ټوپ ، د اتوسوو ياردو په واټن پلی تګ ، چکش ،له نيزی سره لوړ توپ ، د يو سلو شلو ياردو په واټن د خنډونو په وړاندی ځغاستی ، د دروند شی د غورځولو ، ليری توپ او د يوه ميل په فاصله ځغاستی پکی شاملی وی . د ايرليند ورزشکار توماس کايری چه د برتانيی په استازيتوب د نوموړی لوبی په سيالی کی برخه درلوده ، د قهرمانی لقب ترلاسه کړ او د اولمپيک د اتلتيک ورزش په ساحه کی د بشپړ مهارت لومړی قهرمان وګرځيد .