<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-07 15:33:00    
پاکستان به تعليمي چارو ته چټکتيا ورکړي

cri

د م م د يونيسکو د سازمان په اړه د ملي ښوونې او روزنې درې ورځني سرمشريزه غونډه تازه په بيجينګ کي پاي ته ورسيده او د بيلا بيلو هيوادونو برخه والو مشرانو ، د پوهنې وزيرانو او د بين المللي سازمانو مسئولينو د ملي ښوونې د پرمختګ په تيره بيا د کليوالي تعليماتو د ترويج او د بي سوادی د له منځه وړلو په هکله د نظريو تبادله وکړه .

د وروستيو کلونو راهيسې په جنوبي اسيا کي تعليمي چارو څه نا څه پرمختګ موندلی دی ، خو د تعليمي ترويج په ساحه کي بايد لا زيات کوششونه تر سره شي . د هغو احصاييوي ارقامو لمخې چه د ملي ښوونې د نظارت او څارنې د نړيوال راپور لمخې برابر شوي ، د جنوبي او لويديځې اسيا په سيمو کي په سلو کي شپږپنځوس بالغ کسان سواد لري چه دغه شمير په نړۍ کي ډير ټيټ دی . د پاکستان د پوهنې وزير جاويد اشراف قاضي دا نظر لري چه د پيسو کمښت د تعليمي ترويج د ميزان د ټيټوالي عمده سبب دی . هغه وويل زمونږ د سيمو زياتره ځايونه غريب دي او د ښوونځيو د جوړولو دپاره کافي پيسې نه شته . دا ډير مشکل کار دی چه په هند ، بنګله ديش او پاکستان کي چه نفوس يي ډير دی ، هر تن ته د زده کړي فرصت برابريږي . مثلا لا تر اوسه د پاکستان په زياتو کليو کي ښوونځي نشته ، خو مونږ به د هغه هدف د تر سره کولو دپاره کوشش وکړو چه په راتلونکو پنځو کالو کي به په هر کلي کي يو ښوونځی جوړ کړو . هغه وويل چه اوس لومړي مشکل مو دا دی چه پيسې کافي نه دي . حکومت د تعليمي چارو د پرمختګ دپاره زياتې پيسې اچولي دي ځکه چه حکومت په دې پوه شو چه په تعليمي چارو کي د زياتو پيسو اچول اهميت

لري . د مثال په توګه سږ کال حکومت د ملي توليداتو د عمومي ازرښت څخه په سلو کي دوه اعشاريه اوه برخه د پوهنې په چارو کي اچولي ده . په راتلونکي کال کي به دغه لګښت په سلو کي څلورو ته لوړ شي چه په هغه وخت کي به يو شمير نوي تعليمي پروګرامونه تر سره شي . برسيره پردې زيات شمير تصديو هم خپل ښوونځي جوړ کړي او کوي يي چه دوي ځانګړي تعليمي پلان لري او دا هم د هيواد د تعليمي چارو د پرمختيا دپاره ګټوره ده ځکه چه د حکومت لخوا په جوړ شويو ښوونځيو کي زده کوونکو ته ډير ښه تدريسي شرطونه نه برابريداي نشي ، خو په دغو ښوونځيو کي کيداي شي .

د نورو هيوادونو او بين المللي سازمانو د مرستو د يادونې په وخت کي وزير جاويد اشراف قاضي هيله څرګنده کړه چه دغه مرستې په وخت برابر شي څو چه ژر تر ژره موثر رول ولوبوي . هغه زياته کړه د دوه اړخيزو خبرو اترو له لاري مو د نورو هيوادونوڅخه يو شمير مرستې لاس ته راوړي دي ، خو دغه مرستې عمومأ د غيرحکومتي موسسو لخوا په هغو برخو کي استعماليږي چه دوي د اچولو خاص نيت لري . مثلا حکومت غواړي چه د نجونو دپاره ښووځي جوړ کړي ، خو دغه مرستې په بله برخه کي استعماليږي . په نوموړي راپور کي دې ته اشاره شويده چه د بي سوادو بالغو کسانو څخه په سلو کي څلور شپيته برخه ښځې دي . د نارينه وو او ښځو ترمنځ د مساوي تعليمي حق د يادولو په وخت کي وزير جاويد اشراف قاضي وويل چه البته حکومت د دې مساوي حق ملاتړ کوي ، خو پخوا نجونو ته د ښوونې د فرصت برابرولو ته په سپک نظر وکتل شو ، خو نن ورځ حکومت او کورنۍ هم دغې مسئلې ته ډير اهميت ورکوي . دغه راز حکومت هم هغو کورنيو ته چه نجونې يي په

زده کړي بوختې دي ، مرستې ورکوي د بيلګې په توګه درسي کتابونه وړيا دي او داسي نور .

اوس د پاکستان حکومت په راتلونکو څو کالو کي د بي سوادي د له منځه وړلو پلان طرح کړی دی ، وزير جاويد اشراف قاضي خبريال ته وويل لومړي مونږ به کوشش وکړو چه په هر کلي کي يو لومړني ښوونځی او په هرو دوولسو کليو کي يو منځني ښوونځی جوړ کړو ، دوهم مونږ بايد لا زياتو نجونو ته د زده کړي مناسب شرط برابر کړو څو چه د پوهنې د منلو په هکله غيرمساوي پديده له منځه يووړل شي .

د پاکستان د حکومت د کوششونو له برکته د پاکستان په تعليمي چارو کي څه نا څه موفقيتونه تر لاسه شويدي ، خو د وزير جاويد اشراف قاضي په قول دوي به د تدريسي تاسيساتو د بشپړتيا او د ښوونکو د روزنې په ساحه کي لا زيات هاند او کوشش وکړي . که څه هم د پاکستان د اقتصادي پرمختګ د محدوديت له امله تعليمي سويه نسبتأ ټيټه ده ، خو د نوموړي غونډې په جوړيدو سره د تعليمي چارو د پرمختګ په هکله د دوي اطمينان او ټينګه اراده ښکاره شويده . باور لري چه دوي لا ستر برياليتوبونه لاس ته راوړي .