<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-07 15:45:22    
د چين د لرغونو وادنيو د څيړنې په برخه کې يوه فرانسوي ښځه

cri

لږه موده د مخه په بيجينګ کې د فرانسي په کلتوري مرکز کې د سي ما لا يا د مرموز او لرغوني ساختمان په هکله د عکسونو نندارتون جوړ شو چه نوموړي عکسونه د فرانسوي ښځې ميرمن فريدريک داراګون له خوا په څه د پاسه اوو کالو کې د پلټنې او کوششونو له لارې په کامري سره اخيستل شوي دي ٠ نوموړي لرغوني ساختمانونه په عمده توګه د چين د تبت او جيان د قومونو د اوسيدو په ځايونو کې ليدل کيږي ٠

ميرمن داراګون له وړکتوب نه د چين له کلتور سره زياته مينه لري ٠ هغه ددي له پاره چه د چين په باب لا زيات معلومات تر لاسه کړي ، څو کاله مخکې يي چين ته په سفر پيل وکړ ٠ هغې وويل د چين د لويديځې خوا د چنګ هاي او تبت لوړ دښت په غرونو کې واقع دي او په دي ځاي کې يو شمير هغه لرغوني ساختمانونه جلا جلا ولاړ دي چه د بر ج په شان دي او له ډبروڅخه جوړ شوي دي چه نوموړي ساختمانونه يا څلور شاخ ، يا پنځه ، يا شپږ ، يا اته او يا دوه لس شاخونه لري ٠ عمومأ نوموړ ي ساختمانونه څه د پاسه شل متره جګوالي لري ٠ په قديمي زمانه کې نوموړي ساختمانونه د محلي خلکو له خوا د دښمنانو د بريدونو د مخنيوي ، د ځان د دفاع کولو او يا د غلودانو د ذخيره کولو له پاره تر استفادې لاندې ؤ ٠

په ١٩٩٦ کال کې کله چه ميرمن داراګون په نوموړي لوړو چمنونو کې د تبت دوحشي ګوزن په تحقيقاتو بوخته وه ، يوه ورځ په ناڅاپه توګه يي وليدل چه يوه لوي او جګ ساختمان د يو ليري غره په لمن کې ولاړ دي او نو سم د لاسه يي د هغې زياته علاقه يي راجلبه کړه ٠ له هغه وخت نه وروسته هغې په وار سره د چين د سه چوان ولايت په ځينو سيمو کې چه د تبت سره نژدي دي ، همدغسي ساختمانونه کشف وموندل ٠ په ١٩٩٨ کال کې ميرمن داراګون يو ځل بيا چين ته راغلې او له هغه وخت نه تر اوسه پوري د چين د نوموړو لرغونو ساختمانونو د څيړنې او پلټنې په کارونو يي لاس پوري کړي او کوي يي ٠ د نوموړو ساختمانونو د يادولو په وخت کې هغې په هيجانې توګه خبريال ته وويل چه نوموړي ساختمانونه په نړۍ کې ډير لږ ليدل کيږي ٠ زه هيله لرم چه د دغو ارزښناکو او لرغونو ساختمانونو په باب لا زيات معلومات خلکو ته وړاندي کړم ٠

د نوموړو ساختمانونو د پلټنې په وخت کې ميرمن داراګون وليدل چه اوس نوموړي زيات ساختمانونه د وخت په تيريدو سره ويجاړ او خراب شوي دي ٠ د هغې تر کوششونو لاندې په ٢٠٠٤ کال کې د چين د سه چوان پوهنتون په همکارۍ د نوموړو ساختمانونو د ساتنې له پاره يو انستيټيوټ جوړ شوي دي ٠ بر سيره پر دي هغې هم په وار سره د ملګرو ملتو په عمومي مقر او د چين د سه چوان په ځينو ځايونو کې د نوموړو ساختمانونو د ساتنې له پاره اړوند نندارتونونه جوړ کړي دي چه د هغې له خوا اخيستل شوي زيات عکسونه پکې نندارچيانو ته ښودل شوي دي ٠ ٠ په فرانسه کې د چين د تاريخي ميراثونو د صندوق په اړه متخصص ښاغلي مارک دي انتراس وويل چه د هغې نوموړي کارونه نه يوازي د اړوندو کلتورونو او ساختمانونو په نسبت يوه مهمه څيړنه ده ، بلکه د محلي سيمې د رسم رواجونو او دودونو د ساتنې له پاره ډير مهم اهميت هم لري ٠ ويل کيږي چي د هغې هدف دا دي چه د محلي سيمې کلتور ته پراختيا ورکړي شي ٠

د ميرمن داراګون تر ټولو نه لويه ارزو دا ده چه د چين نوموړو لرغوني ساختمانونو د نړۍ د مرواث په فهرست کې شامل شي ، دهغې د نه ستومانه کيدونکو کوششونو له امله د کلتوري ميراثونو نړيوال صندوق د چين نوموړي لرغوني ساختمانونه د ٢٠٠٦ کال دهغو ميراثونو په فهرست کې شامل کړي دي چه د له منځه وړلو له خطرونو سره مخامخ دي ٠ نوموړي صندوق اوس د چين د نوموړو ساختمانونو د ساتنې له پاره د پيسو په راغونډولو پيل وکړ ٠