
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د دسمبر په اومه نيټه د چين د صدر اعظم مرستيال هوی ليانګ يو د يون نان ولايت د کون مين په ښار کی د وزيرانو په درجه د مراغانو د انفلونزا د مخنيوۍ او کنترول په اسيايی غونډه کی دا څرګنده کړه چی د چين حکومت د دې ناروغۍ نظارت پياوړی کړی او انسان ته د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د خپرېدو په هکله بيړنی پلان جوړ کړيدی.
هغه غوښتنه وکړه چی مختلف اسيايی هېوادونه بايد سره يو ځای د مرغانو د انفلونزا د مخنيوۍ او کنترول دپاره کوښښ وکړی او انسان ته دې د نوموړي ناروغۍ د سرايت مخه ونيسی. هغه زياته کړه چين هيله لری چی د دې ناروغۍ پر ضد د واکسينونو او مربوطو تخنيکونو د برابرولو او متخصيصانو د ليږلو په برخه کی مربوطو هېوادونو او سيمو ته مرستې ورکړي.