د جنوب افريقی د ګاوتينګ په ايالت کی د پوهنی او ښوونی څانګی لخوا د رياضيات سيالی لږه موده د مخه پای ته ورسيدی ٠ په دغو سيالو کی له يو سلو دېرش زره تنو شاګردانو څخه غوره او غښتلی شاګردان انتخاب شويدی ٠ نهه کلن چينی هلک وانګ چن ګوانګ د يو لړ انتخابولو په سيالو کی د برياليتوب د تر لاسه کولو نه وروسته اخری سيالی ته داخلی او په پای کی اتم مقام نيولی او جايزه ئی هم لاس ته راوړه ٠
هلک وانګ د نورو ماشومانو سره توپير لری او د نورو هلکانو د لوبی کولو په وخت کی ئی هميشه پخپله زده کړه کوی ٠ هغه د چينی ژبی د زده کړی سره ډيره علاقه لری ، کله چه هلک وانګ څلور کلن ته رسيدلی ، کولای شي چه چينی ژبی ورځپاڼی ولولی ٠ جنوبی افريقی ته د تللو د مخه د انګلسی ژبی د زده کړی لپاره د پلار او مور لخوا هغه سمينار ته وروليږدول شو او د خوښی وړ دی چه هغه هم د انګلستان د ژبی د زده کړی سره ډيره علاقه لری ٠ جنوبی افريقی ته د رسيدو نه وروسته هغه کولای شي چه د مخلی سيمو له کوچنيانو سره په انګلسی ژبه خبری وکړی ٠
ځکه چه هلک وانګ په جنوبی افريقا کی د محلی سيمو د کوچنيانو سره ډير تماس کوی ، نو د چينی ژبی او د چين د کلتور د يادونی لپاره د ده پلار د انترنيت په واسطه د بيجينګ په يوی ښوونځی کی د خپل زوی نوم ثبت کړيدی ٠ په عين وخت کی د هلک وانګ د دوامدار روزنی لپاره له چين څخه کاکا ئی زيات چينی کتابونه هغه ته سپارلی دی ٠
د انترنيت په واسطه د نوموړی ښوونځی د رياضيات ښوونکی هلک وانګ ته د زده
کړی او تمرينی لاری ور زده کړی او د رياضيات په نوموړو سيالو کی د جايزی د تر لاسه کولو په هکله ئی له دغه هلک سره زياته مرسته کړيده ٠
هلک وانګ هم په کمپيوتر تکړه دی ٠ که چيری د ده کور شتمنی نه ده ، مګر د يوی زاړه کمپيوتر په واسطه هغه يو انګلسی قاموس سوفت وير اختراع کړيده ٠ هغه هيله لری چه په راتلونکی کی به د کمپيوتر يو شرکت جوړ کړي او پخپله زيات سوفت ويرونه اختراع کړي ٠
دوهمه برخه
څلورو کلونو د مخه د شمال ختيځ چين د جی لين ولايت د چانګ چون ښار يوه نجلۍ شو ژونګ مان امريکی ته ولاړه ٠ لږه موده د مخه هغه د نيويارک د فلوشينګ ناحيی د پاچاماينی په نامه د تقشی په خانی کی د خپل نوم په نامه د نقشی نندارتون تر سره شوی چه د چينی نقاشانو او خطاطانو څه دپاسه شل اثارونه وښودل شول ٠
د ١٦ کلنی نجلۍ شو پلار نقشی کوی ، نو نجلۍ شو له کوچنيتوب څخه نقاشی او خطاطی زده کړی او په امريکی کی د درو نامتو هنرمندانو د روزنی نه وروسته لياقات ئی لا نور پرمختګ تر لاسه کړيدی ٠
د نجلۍ شو پلار هيله لری چه د نقشی او خطاطی د نندارتون د تر سره کيدو له لاری د نقشی کولو په ساحه کی خپله لور لا نور پياوړتيا وکړي ٠ هغه وويل چه د نندارتون بل هدف دا دی چه په ښوونځی کی د درس کولو نه پرته په نورو ساحو کی د يوی زده کوونکی موفقيتونه خلکو ته وښئی ٠ هغه زياته کړه چه اوس د چين ماشومان او زلميان د چين په عنعنوی کلتور ښه نه پوهيږي په تيره بيا په خارج کی د چين ماشومان او زلميان بايد د چين د عنعنوی کلتور په برخه کی د روزنی لپاره کوشش وکړي .