<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-07 17:52:22    
اسيايی هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د مرغانو د انفلونزا د وقايی او کنترول په برخه کی د چين د کارونو لوړه قدردانی وکړه

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د مرغانو د انفلونزا د وقايی او کنترول لپاره د اسيايی هيوادونو د همکاری په هکله د وزيرانو په سويه غونډه د دسمبر په اوومه نيټه د چين د جنوب لويديځ د يونان ولايت په مرکز کون مينګ ښار کی جوړه شوه او په هغی کی د برخه والو نړيوالو سازمانونو څو تنو استازيو او د اسيايی هيوادونو د کرنی وزيرانو د مرغانو انفلونزا د ساری ناروغۍ د وقايی او کنترول په هکله د چين د کارونو مثبته قدردانی وکړه .

په چين کی د روغتيا د نړيوال سازمان استازی ښاغلی بيکدام هينک دا نظر څرګند کړ چه د چين حکومت د نوموړی ساری ناروغۍ د خپريدو د مخنيوۍ لپاره زيات مثبت تدبيرونه نيولی دي . د م م د کرنی او خوراکونو د موسسی په اړه د اسيا او ارام سمندر د سيمې داداری عمومی تخنيکی مشاور سابخيش مورزاريا وويل چه بين المللی ټولنه د چين له هغه عمل څخه چه د مرغانو د انفلونزا د وقايی او کنترول په کار کی پر ښکاره او څرګند اصل باندی ټينګار کوی ، رضامندی څرګندوی ، او زمونږ سازمان غواړی چه په مداومه توګه له چين سره نژدی همکاری وکړی .