د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، په افغانستان کی امريکايی فوځ د دسامبر په اومه نيټه د مطبوعاتی اعلاميی په خپرولو سره دا خبر تصديق کړ چه په وروستيو ورځو کی د امريکې او افغانستان ګډ پوځ په دوو نظاميی عملياتو کی دوه ويشت تنه طالبان ووژل .
نوموړی اعلاميی وويل چه نوموړی فوځ د دسامبر په شپږمه نيټه د افغانستان د اورزګان په ولايت کی په يوه ګډ عمليات کی نهه تنه طالبان ووژل او مخکی له دی نه د قنداهار په ولايت کی د طالبانو د پوځی مهماتو په يوه ګدام باندی د حملی په ترڅ کی ديارلس تنه طالبان هم ووژل .