
ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! اوس چين ته د سفر پروګرام پيل کيږی . په نننی پروګرام کی به تاسو ته د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د لوبو د خلکو په باب څه معلومات وړاندی کړو !
د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه په چين کي داسي سيمه ده چه مساحت يي د نورو ولايتونو يا خودمختارو سيمو نه پراخ او د زياتو قومونو خلک سره د سولې په فضا کي ژوند کوی . ځانګړی کلتور او ښکلی طبيعی منظرې يې زيات شمير مسافرين راجلبوی . اوس مونږ سره يو ځای د شينجيانګ د لوبو د اصلی اوسيدونکو کلي ته ولاړ شو او ددوي ځانګړي دوددستور له نژدي نه وګورو .
(اواز )
ګرانو اوريدونکو ! يو کليوال چه عبدل نوميږي ، د دوو تار په غږولو او د سندري په ويلو سره د ليري ځاي څخه د راغلو سيلانيانو هرکلی کوی . ددې سندرې شعر دا دی
( اواز )
د تاريم سيند اوبه بهيږی
په سيند کی کبان لامبو وهی
بيړۍ په سيند کي تګ راتګ کوي .
په زړه کی مې ليري خپلوان ياديږي .
د لوبو بوميان د لوبو د وچ شوي جهيل په شاوخوا کي اوسيږي او د شينجيانګ په يو لرغوني قوم پوري اړه لري . نن ورځ ددوي کلی د شينجيانګ په جنوب کي د لوپنور په ولسوالی کی او د تاريم د سيند په غاړه کی پروت دی . د ځينو کسانو په نظر
هغوی د لولان د لرغونی هيواد د خلکو اولادونه دی . په تاريخي اسنادو کي ليکل شوي وو چه د لوبو خلک يوازی په کب نيولو بوخت وو او د بانسو څخه په جوړو شويو کورونو کي اوسيدل . د دی نه وروسته له دی امله چه د تاريم سيند اوبه کم شوی او د لوبو جهيل هم وچ شو، نو هغوی له ماهيګيري څخه په کوچيانی ژوند پيل وکړ . د ژوند د سختوالي له امله هغوی څو ځله مهاجرت وکړ، وروسته بيا يی په کرنې پيل وکړ او شتمن او سمسور کورونه يی جوړ کړل . د ځانګړی ژوند په اثر ددوي څخه زياتره کسان اوږد عمر لری او حتی سلو کالو ته رسيږی . د لوبو هلک او نجلۍ په ازاده توګه مينه کوي او د دوی د واده په مراسمو کی هم ځانګړي رواجونه ليدل کيږي
نن ورځ د لوبو د بوميانو کلی د سيل او سياحت يوه سفری سيمه ده چه پکی صحرا ، سيند ، جهيلونه او د توغراق لرغونی ونی شته دی . بر سيره پردی مسافرين هم د لوبو د خلکو ځانګړی کلتور له نژدي ليدلی شي . د لوپنور د ولسوالی د توريستی ادارې رئيس جانګ خبريال ته وويل :
(اواز )
د لوبو د کلی مساحت ٧٢ مربع کيلومتره دی چه د انسانی ټولنې د کلتوری منظرو او د طبيعی منظرو په دوو سيمو ويشل شويدی . د انسانی ټولنې
د کلتوری منظرو په سيمه کی د بوميانو د کلتور ، ولسي رواجونو او تاريخ په باب يو موزيم شته .د طبيعی منظرو په سيمه کی جهيلونه ، صحرا او د توغراق ونې هم ليدل کيږی . نوموړی صحرا د چين د ډيرې لويې صحرا تر څنګه پرته ده چه ځانګړی منظرې لری او ډير د ليدو وړ دی .
د لوبو د بوميانو په کلي کی سياحان لومړی له ښکلي طبيعی منظرو څخه ډير خوند
اخلي ځکه چه په بيلابيلو ځايونو کی يی جهيلونه پراته دي ، په سيندونو او غاړو کی د توغراق جګې ونې ولاړې دي ، په سيندونو کی د لرګي څخه جوړې شوی کوچني کشتۍ تګ راتګ کوي ، د اوبو مرغان په ازاده توګه الوزي او اوښان په صحرا کی ورو ورو ګرځی .......
ښاغلی يانګ چه اوس په نوموړی کلی د لارښوونکی په توګه کار کوی ، خبريال ته وويل :
(اواز )
د لوبو بوميان ډير مېلمه پال ، باحرارته ، مهربان ، خوشبين او ټينګ خلک دی . هغوی د توغراق د ونو په شان په صحرا کی ولاړ دی او له ملګرو سره زياته پاملرنه لری . زه ډير خوښ يم چه د دوی دوست ګرځيدلی يم .
ګرانو اوريدونکو ! تاسی د شينجيانګ له مرکز وروموچی څخه د اورګاډۍ يا الوتکې په واسطه د باينغولين لوی ولسوالی مرکز کورلا ښار ته ولاړ شی بيا به د سرويس په واسطه د ٧٠ کيلو مترو سفر نه وروسته د لوبو کلی ته ورسيږی .
چين ته د سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ستاسی د اوريدلو له امله ډيره مننه کوو!