د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د ناتو بلاک د بهرنيو چارو وزيرانو د دسامبر په اتمه نيټه په بروسيل کی يو عملياتی پلان تصويب کړ او موافقه يی وکړه چه افغانستان ته د ناتو بلاک په مشرۍ لا زيات بين المللې سوله ساتونکی عسکر وليږی او په افغانستان کی د خپلو عملياتو ساحی پراخی کړي .
د نوموړی پلان سره سم ، د ناتو بلاک به د راتلونکی کال په سر کی د انګلستان ، کانادا او هالند ا شپږ زر ته عسکر افغانستان ته وروليږی
برسيره پردی د بين المللې سوله ساتونکی فوځ عملياتو ساحی له شمالی سيمو څخه جنوبی سيمو ته پراخی شی .