<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-09 15:27:47    
د چين د شينجانګ د ويغوری قوم د مقام هنر او د مغولی قوم په اړه د اوږد اهنګ ولسی سندرې د انسانانو د شفاهی او غير مادی ميراثونو د نمونوی اثارو په توګه منل شويدي.

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د نوامبر په پنځه ويشتمه نيټه د م م د يونيسکو سازمان په مقر پاريس کی د انسانانو د شفاهی او غير مادی ميراثونو د نمونوی اثارو دريمه ډله اعلان کړ او د چين د شينجانګ د ويغوری قوم د مقام هنر او د مغولی قوم په اړه د اوږد اهنګ ولسی سندرې منل شويدي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی په دې هکله څه معلومات واورئ.
د نوامبر په اته ويشتمه نيټه د م م د يونيسکو سازمان عمومی مدير کويچيرو ماتسورا په بېجينګ کی د چين د کلتور وزير سون جيا جنګ ته تصديق نامې ورکړې. د چين د کلتور د وزارت يوه مامور پو تونګ هيله څرګنده کړه چی د دغو تصديق نامو د صادرولو له لارې د چين د کلتوری ميراثونو د ساتلو کارونه په ښه شان سره تر سره شی.
( لومړی اواز)
د غير مادی کلتوری ميراثونو ساتنه قعأ زمونږ د کلتوری منابعو ساتنه او زمونږد ملت د کلتوری خلاقيت ساتنه ده.
د ٢٠٠٠کال د اپريل په مياشت کی د م م د يونيسکو سازمان په رسمی توګه د انسانانو د شفاهی او غير مادی کلتوری ميراثونو د نمنوی اثارو د پروګرام په تطبيق پيل وکړ چی د دغه پروګرام سره سم په هرو دوو کلونو کی هغو مهمو غير مادی ميراثونه او عنعنوی کلتوری هنرونو ته د منلو تصديق نامې ورکول کېږی چی وتلی خدمتونه تر سره کړيدي او مهم تاريخی او هنری ارزښت لری. په ٢٠٠١ او ٢٠٠٣ کال کی د چين د کون اوپرا او د ګو چين په نامه لرغونی تار لرونکی موسيقی اله په جلا جلا توګه په نوموړي پروګرام کی شامل شوي ؤ.
( دوهم اواز)
همدا اوس مو د چين د شينجانګ د ويغوری قوم د مقام موسيقی واوريدله.
نوموړی هنر د شينجانګ د ويغوری قوم په سيمو کی يو ډول عمومی هنری شکل دی چی له سندرو، نڅاوو او موسيقی څخه شمېرل کېږی او د شينجانګ سيمې او د ويغوری قوم تاريخی او کلتوری عنعنات له دې هنر څخه څرګندېږی. د شلمې پېړۍ د شپږمې لسيزې نه وروسته، د اقتصادی نظام او د خلکو د ژوند د عادتونو د بدلون او د خارجی کلتورنو د ننوتلو له امله د نوموړی هنر د په ميراث اخيستلو په برخه کی زيات مشکلات رامنځته شوی دی. د شينجانګ د هنرونو د انستيتيوت مرستيالې مېرمن لی جی ليان وويل چی د انسانانو د شفاهی او غير مادی کلتوری ميراثونو په نمونوی اثارو کی د بريالی شاملېدو نه وروسته به د نوموړی هنر د ساتلو کارونه ښه شی. هغې خبريال ته داسی وويل
(دريم اواز)
مونږ ډير خوشحاله يو چی د چين د شينجانګ د ويغوری قوم د مقام هنر د م م د يونيسکو د سازمان له خوا د انسانانو د شفاهی او غير مادی کلتوری ميراثونو د نمونوی اثارو په توګه ومنل شو. د نوموړي برياليتوب د تر لاسه کولو نه وروسته به مونږ په دوامداره توګه د دې هنر د ساتلو پر اساس نوموړی هنر ته پراختيا ورکړو.
د مېرمن لی جی ليلان په قول، دوی د نوموړي هنر د ساتلو لس کلن پلان لری. لومړی، ځکه چی د مقام هنر بالکل ولسی هنر دی، نو بايد د خلکو په منځ کی نوموړی هنر په ميراث وساتل شی. دوهم، د زياتو خلکو د توجه د راجلبولو دپاره د نوموړی هنر خاص هنری ډله جوړه شی. علاوه پر دې، بايد لا زياتو خلکو ته د نوموړي هنر په هکله معلومات ورکړی شی.
(څلورم اواز)
همدا اوس مو د مغولی قوم يو ډول ځانګړی ولسی سندره واورېدله. دغه ډول ولسی سندره د مغولی قوم د مالدارانو له ژوند سره اړيکی لری او ورڅخه د دې قوم تاريخ څرګنديږی. نوموړی ولسی سندره په عمده توګه د چين د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه او د مغولستان په جمهوريت کی مروج کېږی.
ګرانو اوېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، د چين د شينجانګ د ويغوری قوم د مقام هنر او د مغولی قوم په اړه د اوږد اهنګ ولسی سندرې د انسانانو د شفاهی او غير مادی ميراثونو د نمونوی اثارو په توګه منل شويدي. ستاسو د اورېدو له امله ډيره مننه کوو.