د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د راتلونکی کال د جنوری له لومړی نيټی څخه به چين او پاکستان د يو بل هېواد د څه دپاسه درو زرو توليداتو ماليات کم کړی . د چين د سوداګرۍ وزير بو شی لای او د پاکستان د سوداګرۍ وزير همايون اختر خان د دسمبر په نهمه نيټه په بيجينګ کی د چين او پاکستان د ازادو تجارتی سيمو وختی موافقه ليک لاسليک کړ. د چين د سوداګۍ وزير بو شی لای وويل چه د نوموړی موافقه ليک په اجراکولو سره به د چين او پاکستان د ازادو تجارتی سيمی د جوړولو لپاره ښه بنسټ کيښودل شی.
|