<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-09 17:21:03    
د افغانستان دوه ګلونه

cri

په سپتمبر کی د افغانستان د هرات ولايت په پارلمانی انتخاباتو کی ميرمن سادات ګيلانی بريالی وشوه.د شپږو ماشومانو د مور په حيث سادات ګيلانی نژدی ١٧ زره وګټلی چې د نوموړی ولايت په ټولو برخه والو کانديدانو کی يی لومړی مقام ونيوه.د افغانستان محلی مطبوعاتی ذرايعو د ګيلانی د برۍ په باب په يوه تبصره کی وويل چې د ښځو په نظر هغه د ښځو عدالت دپاره هلی ځلی کوی او نارينه د دې د معجب له امله ورته د مينې او معجب په نظر ګوری.

د هرات ولايت په ټولو ښځينه کانديدانو کی ميرمن ګيلانی تر ټولو د جالب وړ وه..د انتخاباتو په اعلان کی د دی ښکلی موسکا د خلکو د خوشحالی سبب وه او سړی د دی اعلان په وړاندی به طبعأ ودريدل. د احمد په نامه يو پوليس ګيلانی ته د خپلی خوښی د څرګندولو په ترڅ کی وويل : زه د دغی ښخی سره مينه لرم. زه به هرومرو هغی ته موافقه رايه ورکړم، نو پدی ډول يو ښکلی پارلمان به منځته راشی.

د ميرمن ګيلانی کورنی په هغه وخت کی چې پخوانی شوروی اتحاد په افغانستان باندی تيری وکړ ، ګاوندی هېواد ايران ته کړه وکړه او په ايران کی ئی نژدی ١٦ کلونه ژوند تيرا وه. په هغه وخت کی هغه د جمنا په يوه کلب کی کار وکړ او په خاصه توګه ئی ښخينه غړو ته د بدنی روزنی لارښودنه وکړه. په ٢٠٠١ کال کی د طالبانو د رژيم د نسکوريدونه وروسته ميرمن ګيلانی بيرته هرات ته راستنه شوه او د بدنی روزنی لپاره يی د دوو لاريونه ډک سامانونه هم بيرته انتقال وکړل.ورپسی هغه د خپل کور په زير خانه کی د ښځينه جنازيوم کلب جوړ کړ. خو د ٢٠٠٤ کال په دوبی کی د هرات ولايت والی اسميل خان دغه کلوب بند کړ او د خپلی څوکۍ څخه د اسميل خان د بی

برخه کيدو نه وروسته نوموړی کلوب بيا خلاص شو.وروپسی د ميرمن کيلانی په مرسته د ښځو د بدنی روزنی نور دوه ښځينه کلوبونه جوړ شول.

د ګيلانی تر هر څه لومړي هيله دا ده چې په افغانستان کی ښځې د نارينه وو په شان مساوي حق لري .نو هغه غواړی چې د افغانستان په تاريخ کی د ښځو په شمول د لومړی داسي سياسی ګوند د جوړولو او د ښځو د حقوقو او ګټو د لاسته راوړلو دپاره کوشش وکړی.په عين وخت کی ګيلانی په افغانستان کی د وخته واده سره مخالفت کوی ځکه چې هغه هم د وخته واده له امله له زياتو ستونزو سره مخامخه ده . سادات ګيلاني وويل چه ما د ١٢ کالو په عمر واده وکړ او د ١٣ کالو په عمر مې لومړی ماشوم درلود. نو زه د وخته واده څخه ډيره کرکه کوم.

د پارلمانی انتخاباتو نه مخکی د افغانستان د فراه په ولايت کی ملالۍ هويا چه ٢٥ کلنه ده ، يوه معمولي ښځه وه اوکم شمير کسانو ور سره أشنايي درلوده. خو اوس ملالۍ ته جنګ سالاران بد ګوري او د دې د امنيت د تامين دپاره ملګرو ملتو دې ته څلور تنه ساتونکي وليږل.

د ٢٠٠٣ کال په ديسمبر کی د افغانستان د اساسی قانون د جوړولو په يوه غونډه کی ملالۍهويا په خپله وينا کی د نوموړو جنګ سالارانو غندنه وکړه او د دې تيزې وينا له امله دننه په افغانستان کی ډير عکس العملونه ارمنځته شويدی او يو شمير عسکر ددې د امنيت د ساتلو غوښتنه لري .

د ٤ کالو په عمر ملالۍ هويا له خپلو کورنيو سره يو ځاي له خپل وطن څخه د پناه وړلو دپاره ايران او پاکستان ته تللې او د پناه وړونکو په کمپونو کی يي خپل

تعليمات سر ته ورسول اوپه ١٩٩٩ کال کي بيرته خپل وطن ته راستانه شوه او د هرات په ولايت کي يي د نجونو يو ښوونځی جوړ کړ ، د طالبانو د تسلط په موده کي د نجونو ښوونه منع شوه . ملالۍ هويا وويل چه دا په هغه وخت کی د ښځو دپاره زما تر ټولو لوی خدمت ؤ.

د طالبانو د رژيم د نسکورولو نه وروسته ملالۍ هويا په فعله توګه د خپل وطن د بيا ابادی په کارونو کی برخه واخستله. په ٢٠٠٤ کال کی هغه د قبايلوله ٥٠ مشرانو سره يو ځای د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزی سره وکتل او ورڅخه غوښتنه وکړه چې د فراه د ولايت والی له وظيفی نه بی برخه کړی. هغی وويل : که چيری جنګ سالارانو ته په پارلمان کی د داخليدو اجازه ورکړی شی، نو په دغه هېواد کی به جګړه بيا رامنځته شی. نو لازمه ده چې بايد پياوړی تدبيرونه ونيول شی.