د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د بشری حقوقو په هکله د چين متخصصان وايی چه چينايان اوس په عمومی لحاظه له بشری حقوقو څخه پوره برخوردار دی او د ژوند سويه يی هم ښه شويده .
نوموړو متخصصانو په نهمه نيټه په بيجينګ کی د بشری حقوقو په هکله په يوه سيمينار کی نوموړی مطالب څرګند کړل . د دوی په نظر ، اوس په چين کی خلک د هېواد خاوندان دی او د اکثرو خلکو د پوښاک او څښاک اړتياوی پوره شوی دی . ټولنه د سمسورتيا په لاره پرمختګ کوی . هغوی دی ته اشاره وکړه چه د چين د ښارونو او کليو ترمنځ ، په اقتصادی ، سياسی او کلتوری ساحو کی د ختيځو ، منځنيو او لويديځو سيمو ترمنځ او د مختلفو محافلو د خلکو ترمنځ له بشری حقوقو څخه د ګټې اخيستلو نابرابری لاهم موجوده ده .