
محترمو اورېدونکو!
سندری، موسيقی او هنر د انسانانو د ژوند يوه حتمی اړتيا ده. که چيری په يوه ټولنه کی هنر ، موسيقی او سندری نه وی نو داسی کالبوت ته ورته ده چه روح پکی نه وی . د همدی اړتيا له امله د نړۍ په هره ټولنه کی د هماغی ټولنی د ژبی ، کلتور او فرهنګ سره سم هنر، موسيقی او سندری رامنځته کيږی. افغانی ټولنه هم د نړۍ له هغو ټولنو څخه ده چه هنر، موسيقی او سندری پکی د لرغونو زمانو څخه رواج لری او د دغی ټولنی خلک ورڅخه د خپل ژوند په بهير کی خوند اخلی.
اوس به واورو دا ګډه سندره چه د هنر او موسيقی مينه والو تنده پری څومره ماتيږی.