<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-10 19:28:52    
د روغتيا له پاره ورځني لازم کارونه

cri

لومړي خپله خوشحالۍ وساتي ٠د اړوندې څيړنې له مخې د انسان له پاره عمومأ په هغه وخت کې چه زړه يي خوشحاله وي ، د ناروغيو د مقاومت لياقت يي قوي وي ٠ نو د انسان له پاره ښه به دا وي چه هره ورځ کله چي له خوب نه پاڅيږي ، دا نظر بايد په ياد کې وساتي چه نن ورځ بايد په خوشحالۍ سره تيره کړم ٠ دوهم له خوب نه د پاڅيدو نه د مخه پر کټ باندې د لاس او پښو لږ څه ورزش وکړي ٠ که سړي په سهار کې ناڅاپه له خوب نه پورته شي ، دا به يي روغتيا ته زيان ورسوي او خصوصأ د زړه او د لوړ فشار د ناروغانو له پاره هم ډيرخطر ناک کار ګڼل کيږي، نو ښه به دا وي چه سهار له خوب نه د پاڅيدو په وخت کې پر کټ باندې په دوو لاسونو او پښو د څو دقيقو له پاره ورزش وکړي ، له دې لارې به مو د بدن جهازونه فعال او دماغ به مو په پوره توګه وپښ شي

دريم د سهار ډوډۍ دي و خوري ٠ ځيني خلک د سهار ډوډۍ د خوړلو عادت نه لري چه دا د روغتيا له پاره ضرر رسوي ٠ ځکه د سهار ډوډۍ نه خوړل به د وينې د قند د کمښت سبب شي ٠ نو که يوازي يوه مڼه ، يا يوه پياله شيدي او يا يوه ډوډۍ وخوري ، دا به مو د بدن اړتياوي پوره کړي ٠څلورم په ژمي کې هره ورځ د ټاکلي وخت له پاره ځان د لمر تر وړانګو لاندې راوړي ٠ ټولو ته معلومه ده چه په ژمي کې د لمر د وړانګو د شته والي وخت ډير لنډ دي خو د لمر وړانګې د انسان د روغتيا له پاره ډيري مهمي دي لکه نباتات چه پرته د لمر له وړانګو نه ښه وده نه شي کولي ٠ اړوند کارپوهان په دي عقيده دي چه په ژمي کې د ورځي په غرمه ګې لږ تر لږه د شلو دقيقو له پاره ځان د لمر تر وړانګو لاندې راوړي چه دا د روغتيا له پاره ډيره ګټه لري ٠ پنځم هره ورځ د خپلو ميتيازو رنګ ته متوجه شي ٠ که د ميتيازو رنګ مو لږ څه ژيړ وي ، دا عادي خبره ده ، که رنګ يي تيز ژيړ شي ، بايد ډاکتر ته ورشي ٠شپږم هره ورځ يوه پياله شين چاي وڅښي

که هره ورځ يو ه پياله شين چاي وڅښي نه يوازي په بدن کې اخيستل شوي غوړي ليري کيداي شي بلکه به د روغتيا د ساتنې او د سرطان د مخنيوي له پاره هم ګټور وي ٠اوم بدن ومينځي ٠ د بدن مينځل د پوستکې د پاکوالي او د پوستکې د تنفس له پاره ډير ګټور دي ، دغه راز د بدن مينځل ستړ تيا هم ليري کولي شي ٠

د توجه وړ بله خبره دا ده چه چکر وهل يو ډول کټور ورزش دي او د عمر د اوږدوالي د ساتنې يو ه طريقه هم ده ٠ د چکر وهلو بيلا بيل شکلونه د بيلا بيلو خلکو له پاره ګټور دي ٠ لومړي عمومي چکر وهل چه سرعت يي ورو ورو وي چه په هره دقيقه کې شپيته يا اويا قدمونه واخيستل شي ، يا په منځني سرعت يعني په هره دقيقه اتيا يا نوي قدمونو واخلي او هر وار له نيم ساعت نه تر يو ساعت پوري وګرځي چه دغه ډول چکر وهل دهغو خلکو له پاره مساعد دي چه د ويني فشار يي نسبتأ لوړ دي ٠دوهم په چټګ سرعت سره چکر وهل ٠ يعني په هره دقيقه له نوي نه تر يو سلو شلو پوري قدمونو اخلي ، يو وار يي له نيم ساعت نه تر يو ساعت پوري دوام ورکړي ٠ دغه ډول چکر وهل د هغو کسانو له پاره مساعد دي چه بدن يي چاغ دي او د ويني فشار يي لوړ دي ٠ دريم ډول چکر وهل چه ور ته طبي چکر وهل وايي او په همواره لاره يا په شيبداره لاره کې د روغتيا په هکله د اړوند سپورتي ورزش سره سم تر سره شي ٠ له دي امله چه د دغه ډول چکر وهلو له پاره د انسان بدني انرژۍ زياته مصرف کيږي ٠ نو دغه ډول چکر وهل د وينې د فشار د کنترول له پاره ګټور دي ، ښه به دا وي چه يو وار په پنځلسو دقيقو اته سوه متره همواره لاره وګرځي بيا وروسته د درو دقيقو له پاره تفريح وکړي او وروسته بيا په همدغه اوږده لاره کې بيرته و ګرځي ٠ څلورم د نس په په مساژ کولو سره چکر وهل ٠ يعني د چکر وهلو په عين وخت کې نس په دوو لاسونو سره مساژ کړي په دغه شکل چکر وهلو کې يو وار هره دقيقه له ديرش نه تر شپيتو قدمونو پوري تګ وکړي چه دا د هاضمې له پاره ګټور د ٠ پنځم د مخې پرخلاف پر شا تګ ٠ په دغه ډول ګرځيدنه د انسان د بدن د حساسو جهازونو د پياوړتيا او د روزني له پاره ډيره ګټه لري ٠ د دغه ډول چکر وهلو له پاره ښه به دا وي چه يو وار د درو يا پنځو دقيقو له پاره و ګرځي ٠