<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-11 18:47:17    
د چين د ويغوری قوم او د دوی دود دستور

cri

تر يوی اندازی پوری شينجانګ د چين د تبت په شان ښکلی منظری او خاص دود دستور لری٠ د چين د شپږ پنځوسو قومونو څخه اوه څلويښت قومونه په شينجانګ کی اوسيږی او د دی سيمی رنګارنګ او دلچسپ قومی عادتونه زيات شمير خارجی سياحان راجلبوی ٠

په شينجانګ کی ويغوريان تر نورو قومونو زيات دی او شمير يی اوو مليونو دوو لکو تنو ته نژدی دی٠ ويغور د يووالی او وحدت معنی لری او هان دری پيړۍ د ميلاد نه مخکی ويغوريانو د چين په شمال او شمال لويديځ کی کوچيانی ژوند تيراوه ، خو په اتمه پيړۍ کی يی خپل شاهی دولت جوړ کړ او د هغه وخت نه وروسته د چين د تان د امپراطوری دوری دوی په دايمی توګه د چين په شمال لويديځه برخه کی هستوګنه اختيار کړه٠ ويغوری قوم يو عاقل او هوښيار قوم دی او د تاريخ په اوږد بهير کی يی مخصوص کلتور او هنر جوړ ساتلی دی٠ مثﻵ د موکام په نامه د کلاسيک موزيک مجموعه چی دری سوه څلويښت سندری او نوری موسيقی پارچی پکی شامل دی٠ د چين د موزيک په تاريخ کی ډير لوړ حيثيت لری٠ لنډه دا چی ويغوريان په سندرو او نڅاو کی تکړه او ميلمه پال او خوش طبع خلک دی ، دغه راز ويغوريان اصيل مسلمانان هم دی او هره ورځ پنځه وخته لمونځ کوی٠

ويغوريان د لرګيو په هغو مسطعو ودانيو کی اوسيږی چی د مذهبی عادت سره سم ئی د روازی لوديځ ته نه خلاصيږی او په انګړ کی ئی ګلان ، انګور او نوری ميلوه لرونکی ونی هم شته، په کوټه کی ديوالی غالۍ ځوړندی دی، دوی عمومأ وريجی او

وچی ډوډۍ خوری او د شيدو چای څښی٠ پرته له دی نه د ويغوريانو لاس شيان هم ډير مشهور دی، ټولو ته معلومه ده چی شينجانګ د وريښمو د لرغونی لاری په غاړه پروت دی او د دوی د لاس شيانو د توليدولو تاريخ ډير لرغونی دی٠ د چين د لرغون پيژندونکو په شهادت هان دوه زره کاله وړاندی ويغوريانو د غاليو په اوبدلو پيل کړيدی، خارجی تجارو د دوی دغه فن ډيرزيات ستايلی اوورئی چی د شينجانګ غالۍ د چين د تمدن او هنر نښه ده ٠ پرته د غاليو نه په شينجانګ کی چاقوګان، د موسيقی الی او ښکلی صندوقونه هم ډير شهرت لری او پاکستان ، جاپان ، امريکی او جرمنی ته صادريږی٠

اوس به د ويغوريانو د واده د مراسمو په باب څه معلومات تاسو ته وړاندی شی٠ د ويغوری نجونو او هلکانو د واده په مراسمو کی د نجونو په کور کی د ملا له خوا پر ځای کيږی٠ د مراسمو په پيل کی ناوی سخته ژواړی، معنی يی دا ده چی نجلۍ د مور او پلار له کور سره ژوره مينه لری٠ د نکاح د مراسمو بله برخه دا ده چی د مالګی يوه کوچنی کاسه اوبه بايد راوړل شی او دوه وړوکی ډوډۍ پکی واچول شی ،مالګه او ډوډۍ د هلک او نجلۍ د نوی ژوند د پيل سمبول دی او د د دوی ژوند لکه ډوډۍ او مالګه د تل دپاره نه جلا کيدونکی وی٠

کله چی يوه نجلۍ کاسه په ميز باندی ږدی، زوم او ناوی د ډوډۍ د لاس ته راوړلو دپاره په مينه ناکه توګه مسابقه کوی او سره لاس اچوی، خلک وايی – څوک چی اول دغه ډوډۍ ترلاسه کړی ، هغه په عشق کی ډير وفا دار دی ٠ د نکاح د مراسمو د پرځای کولو وخت او مرحله د شينجانګ په بيلا بيلو ځايونو کی يو شان نه ده ، د نکاح د مراسمو د ختميدو وروسته زوم بايد د واده دپاره ښه تياری ونيسی، د واده

درانده مراسم د زوم په کور کی پرځای کيږی، مبلعانه په خوښۍ سره سندری وايی او نڅا کوی او د ډول ډول خوراکونو نه ډک د ستر خانونه هوار وی٠ دغه راز د ويغوريانو د جنازی د ښخولو مراسم هم درانده او د نورو اسلامی هيوادو د مراسمو سره تقريبأ يو شان دی٠