<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-12 16:22:43    
د مرغانو د انفلونزا په اثر د چين د کورنيو مرغانو د روزنی چاری

cri

د چين په ځينو سيمو کی د مرغانو د انفلونزا په اثر د چين د کورنيو مرغانو د روزنی چاری له مشکلاتو سره مخامخ شوی دی .د مرغانو انفلونزا د چين د کورنيو مرغانو روزنی ته څه اغيزه رسولی او د دی ساری ناروغۍ سره د مقابله کولو دپاره يی څه ډول تدبيرونه نيولی دی ؟د چين د اقتصاد په نننی پروګرام کی د نوموړی حالت په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو.

ليو يو شيانګ د چين د شمال ختيځی برخی د لياو نينګ ولايت د هه شان د ولسوالی د چرګانو يو روزونکی دی .سږ کال هغه يو زر چرګان وروزل .د نوموړی انفلونزا د رامنځته کيدو دمخه په ٣ مياشتو کی نوموړی چرګانو هغه ته ٣ زره ژن مين بی يوانه ګټی رسولی دی .د ښاغلی ليو کور د مرغانو د انفلونزا د رامنځته شوی ځای څخه د ٣ کيلو مترو په سيمه کی واقع دی خو د نوموړی چرګان د يو ساعت په موده کی ووژل شول او په دی اثر ښاغلی ليو د حکومت له خوا د لسو زرو ژن مين بی يوانو په ارزښت جبران تر لاسه کړی دی (اواز..................)زه د حکومت د دی مرستی څخه چی زما د چرګانو تاوان يی جبران کړ ،خوښی څرګندوم .د حکومت نوموړی تدبيرونه د خلکو د روغتيا په نظر نيول شوی دی .اوس ښاغلی ليو د مرغانو د انفلونزا د خپريدو حالت ته پاملرنه اړولی او هيله لری چی حکومت به د مرغانو انفلونزا ژر تر ژره تر کنترول لاندی راولی .

د نوامبر تر ٢٩ نيټی پوری د چين د لويی وچی په ١٠ ولايتونو او سيمو کی د مرغانو د انفلونزا ٢٩ پيښی رامنځته شوی دی او ٢٠ مليونه چرګان او نور الوتونکی مرغان ووژل شول .

اوس د چين حکومت فيصله کړی چی د هيواد په چوکاټ کی هغه چرګان او الوتونکی چی د مرغانو په انفلونزا باندی نه دی اخته شوی ،د نوموړی انفلونزا په ضد واکسين کړی .د چين د کرنی وزارت د حيواناتو د تداوی په باب لومړی مامور جيا يوو لين په وروستيو ورځو کی وويل چی په سلو کی ٦٠ کورنيو مرغانو نوموړی واکسين تزريق شوی دی .د واکسين د تزريق کولو د نتيجی د لاس ته راوړلو دپاره د چين حکومت د نوموړی واکسين د تظبيق دپاره جدی غوښتنه وکړه (اواز.............)په وروستيو ورځو کی د چين د کرنی وزارت د واکسين د توليد او پلورنی د بهير څارنه پياوړی او د واکسين د پلورلو غير قانونی عمليات يی په سخته توګه وځپل تر څو د چين له خوا جوړ شوی واکسين په پوره توګه د بين المللی معيار سره سمون وخوری .

د معلوماتو له مخی تر اوسه پوری د چين حکومت د نوموړی واکسين د توليد دپاره ٩ تصدۍ ټاکلی دی .

له دی امله چی د مرغانو انفلونزا د چين په ځيو ځايونو کی لاهم موجوده ده .نو د بيجينګ په شمول د زراعتی توليداتو په بازارونو کی د ژوندی کورنيو مرغانو معاملی ځنډيدلی دی .د چين د شمالی برخی د داخلی مغولی خودمختاری سيمی د مرکز هو هه هاو ته ښار د خوراکونو بازار د دغه ښار د زراعتی محصولاتو د معاملی يو عمده بازار دی .د دغه بازار پلورونکی جيانګ لی شيانګ د خبريال سره دمرکی په ترڅ ګی وويل چی (اواز....................)پخوا مونږ د چرګانو زيات وره نونه پلورل او هره ورځ مو دوه با دری سوه ژن مين بی يوانه معامله کوله مګر اوس دغه حالت بدل شوی او د چرګانو لږ وره نونه پلورم .

په دی امله چی د مرغانو د انفلونزا په اثر خلک کورنيو مرغانو کم محصولات اخلی

،د چين حکومتی څانګی ،د کورنيو مرغانو د روزنی ،چمتو کولو او پرچون پلورلو تصدۍ د مرغانو د انفلونزا د وقايی او کنترول دپاره لاری چاری پيدا کوی .په عين وخت کی د معاينی له لاری د کورنيو مرغانو د خوړلوي څخه د ګڼ شمير خلکو نګرانی کمه شوی ده .

د مرغانو د انفلونزا په شمول د حيواناتو د سترو ساری ناروغيو د وقايی او کنترول دپاره د نوامبر په ٢١ نيټه د چين حکومت د حيواناتو د سترو ناروغيو عاجله مقررات صادر کړل او د حيواناتو د روزونکو د مشکلاتو د ليری کولو دپاره يی په ځينو ځايونو کی روزونکو ته د لږی اندازی پورونه ور کړی دی .له دی نه علاوه حکومت تصدۍ تشويق کړی چی د اساسی ګټو د تامين په بنا کورنی مرغان واخلی او وپلوری څو چی د روزونکو تاوانونه تر زياته حده تاوانونه کم کړی .