<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-12 17:13:30    
د چين د شينجيانګ د ختن په باره کی يو لړ معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو، د پاکستان د صوبه بلوچستان د ضلع پشيان کلی اوريدونکی بدرالدين عزيزی او دهغه ملګرو په خپل تازه ګډ ليک کی دا پوښتنه وکړه چه خه تيان په چين کی کوم طرف ته پروت دی ؟ اوس به مونږ د خه تيان په باره کی له ټولو سره وغږيږو .

ختن ته په چينی ژبه خه تيان ويل کيږی، د چين د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی په جنوبی څنډه کی پروت دی او په تيتی ژبه کی د يشم پيداکيدونکی ځای دی . دغه راز يی د وريښمو د لرغونی لارو په جنوبی برخه کی د يوه مهم ښارګوټی شهرت موندلی دی . د خه تيان سيمی عمومی مساحت دوه لکه څلويښت زره او اته زره مربع کيلومتره او نفوس يی يو نيم مليون تنه دی چه په دی جمله کی په سلو کی اوه نوی برخه ويغوريان دي .

د جغرافيايی موقعيت له نظره د خه تيان جنوب ته کونلونګ غره او شمال ته يی د تکراماګن صحرا واقع ده . د خه تيان درياب چه د تاليمو سيند ته بهيږی ، له نوموړی صحرا څخه د تيريدو يوه ډيره نژدی لاره ده .

د خه تيان سيمی جوی او هوا د بدليدو په حال کی ده او په کال کی هغه مهالونه چه د لمر له وړانګو څخه برخمن دي ، له دوو زرو پنځو سوو نه تر دريو زرو پنځو سوو پوری ساعتونو ته رسيږی . نوپه دی وجه د باران د اورښت اندازه کمه او هوا يی وچه ښکاری . په کال کی د باران د اورښت منځنی اندازه يوازی د يو نيم سلو ملی مترو په شاوخوا کی ساتله کيږی .

په لرغونی زمانه کی د خه تيان او د چين د مرکزی سيمی ترمنځ د مالی تبادلی اړيکی موجودې وی او د ميلاد دمخه په اته شپيتم کال کی د لرغونی چين د خان سلسلی امپراطور خپل استازی لويديځو ملکونو ته ورليږلی ؤ او خه تيان يی په رسمی توګه د خان سلسلی د مرکزی حکومت تر تسلط او کنترول لاندی را وستلی و . په هغه وخت کی لرغونی خه تيان په لويديځه سيمه کی د بودايزم مرکز و او د ميلاد دمخه په لومړنی پيړۍ کی بودايزم خه تيان ته خپور شو او په يوولسمه پيړی کی اسلام د هغه پر ځای هلته ځای نيولی دی .

خه تيان يوه ډيره زرخيزه سيمه ده او په هغی کی ډير زيات پيداوارونه شته . په تيره بيا يشمی ډبرو ، وريښمو او غاليواو کمپلو او ميوو يی د چين په دننه او بهر کی شهرت موندلی دی . د يادونی وړ خبره دا ده چه د خه تيان يشمی ډبرې په چين کی لږ تر لږه اووه زره کلن تاريخ لری . د کونلونګ غره د خه تيان د يشمی ډبرو د پيداکيدو يوازنی ځای دی او تر اوسه پوری لا هم دری مليونه ټنه اړوندی منابع استخراج ته اړتيا لری .

خه تيان د چين او خارجی هيوادونو د کلتوری تبادلی په بهير کی د محور رول لوبولی او په دی توګه په دغه لرغونی ښارګوټی کی مختلف کلتورونه سره يو ځای شوی دی . د  زرګونو کلونو راهيسی دلته د بيلا بيلو قومونو خلکو ګډ ژوند کړی ، بيلا بيل مذهبونه خپاره شوی او مختلفو ثقافتونو او فرهنګونو يو له بل سره تبادله او وده کړی او کوی يی . څه د پاسه زر کاله دمخه د خه تيان موسيقی د چين مرکزی سيمی ته رسيدلی او د خلکو لخوا يی تود هرکلی شوی ؤ . نن ورځ د خه تيان سندری او نڅاوی لا هم خپل ځانګړی هنری جذبه لری .

د خه تيان په سيمه کی زيات تاريخی او کلتوری ځايونه او لرغونی اثار

موجود دي . لکه د نيا راپاتی شوی ځای ، د اکسپيری لرغونی ښار ، د ميريکاواتی لرغونی ښار ، د کارادنګ لرغونی ښار ،د اندير لرغونی ښار ، د أسی او أسا لرغونی کلاوې ، د ويتګان راپاتی ځای ، د ژواک بودايی برج ، د کوکماژمو ډبرين غار او داسی نور چه په نړۍ کی شهرت لری .

دغه راز د خه تيان هغه لرغونی لرګين انځور ، د وريښمينو ټوکرانو او غاليو راپاتی شوی برخی ، د تبانوطلايی مجسمی ، وچه شوی ميتونه ، ليری لرغونی سکې او بيلا بيلی جامی ، تزئينونه او سامان الات چه له خاورو نه کيندل شوی دی ، ټول د لرغونی او ځلاند تمدن ښکارندوی ده او د لويديځی سيمی د تاريخ څيړنی او مطالعی ته يی ډير اصلی او باوری معلومات برابر کړی دی . علاوه پر دی ، د خه تيان په سيمه کی زياتی او غنی ځانګړی توريستی منابع هم شته . مثلأ جګ واورين غرونه ، ښکلی ګنګزی ، پر ډبرينو ديوالونو باندی لرغونی انځورونه ، د نړۍ لومړنی لويه ګرځنده صحرا ، پراخه او ارته دښته ، رنګارنګ جهيلونه او ښايسته شنه ځايونه او داسی نور .

ګرانو اوريدونکو ، که چين ته د سفر نيک فرصت پيدا کړئ ، د خه تيان خلک هر کله هرکلی کوی چه تاسی ددوی ميلمانه وشی .