<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-13 17:44:20    
 په چين کی لومړی ښځينه غره ختونکی ګوی سان

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د ښځه او ټولنی په نننی خپرونه کی به تاسو يو مضمون واورئ چه عنوان يی دی : په چين کی لومړی ښځينه غره ختونکی ګوی سان .

ګوی سان د سپورت دولتی قهرمانه د غره ختونکی نړی واله قهومانه او په چين کی يوازنی ښځينه لوب غاړی ده چه دری ځله د جومولانما د غره څوکی ته ختلی ده . اوس دا د تبت د غره ختونکی تيم کپټانه ده .

ګوی سان په ١٩٥٧ کال کی په تبت کی د يوه بزګر په کور کی زيږيدلی ده . د ده کور په شاوخوا ډير لوی غرونه شته او طبعيی منظری يی ښکلی دی . په ١٩٧٣ کال کی ګوی سان د تبت د فوځی سيمی په اړه عمومی روغتون کی د نرس په حيث کار کاوه .

په ١٩٦٠ کال کی د چين د غره ختونکی ټيم پلان وټاکه چه د جومولانما غړه له شمالی لمنی نه د غره څوکی ته پورته شی . د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټی او د چين دولتی شورا له نوموړی پلان څخه ډير ملاتړ وکړ . د ١٩٦٠ کال د می د پنځه ويشتمی نيټی د سهار وختی په څلور بجو او شلو دقيقی دری غره ختونکی وانګ فوو جوو ،چيو ين هوا او ګونګ بو جومولانما غره له شمالی لمنی نه د غره څوکی ته پورته شول ، خو د شرايطو د محدوديت په وجه دوی د غره په څوکه کی کومه نښه نه وه پريښودلی ، نو د نړۍ د غره ختونکو په منځ کی دا شک رامنځته شوی چه ايا چينايان په رښتيا د نړۍ لومړنی څو کی ته پورته شوی که نه ؟

په ١٩٧٥ کال کی د چين يو بل غره ختونکی ټيم د جو مو لانما غره پای ته

ورسيد او ويی غوښتل چی د غره ختونکو زيات غړی د غره څوکی ته وخيژی چه يوه ښځينه غړی هم بايد پکی وی او لدی لاری نړيوالو ته يو ځل بيا دا ثابته شی چه چينايان دايمی غزم او طاقت لری . پيغلی ګوی سان د لوبغاړو توجه راجلبه کړه چه هغه ټکره اندام ، خوشحاله زړه او زړور خصلت لری . بالاخره ١٨ کلنه ګوی سان د غره ختونکو په ټيم کی ګډون وکړ . مګر په نوموړو عملياتو کی ګوی سان ټپی شوه او د غره څوکی ته ونه ختله . د ده همکاره پون دو د جومولانما د غره څوکی ته د ختلو لومړی ښځه وګرځيده .

په ١٩٨٧ کال کی په تبت کی د ښځو غره ختونکو تيم جوړ شو او ګوی سان د ښځينه غره ختونکو تيم د مرستيالی په توګه مقرره شوه .

په ١٩٩٠ کال کی چين ، پخوانی شوروی اتحاد او امريکا دری واړو فيصله وکړه چه يو ګډ غره ختونکی ټيم جوړ کړی او يوځل بيا د غره څوکی ته وخيژی . په فيصله کی ټاکل شوی وه چه هر ټيم بايد پنځه نارينه او يوه ښځينه غړی ولری چه پدی ترتيب ګوی سان بی له شکه د چين ښځينه غړی وټاکله شوه. په داسی فعاليت کی دخلکو توجه ټول ښځينه غړو ته راجلبيږی ، ځکه چه ښځينه غړی د يو هيواد د ښځو د افتخار نمايندګی کوی . کاميابی يا ناکامی د دوی سره اړيکی لری . په همغه وخت کی ګوی سان د دوو ماشومانو مور وه . هغی په ټينګی ارادی سره خپل پنځلس کلن خوب تر سره کړ او په نوموړو عملياتو کی يی بری تر لاسه کړ .

غره ته ختل نه يوازی د بدنی قوت بلکه له همکاری او ګډو هلو ځلو سره نژدی اړيکی لری . دا حصائيی له مخی ، اوس په نړۍ کی د غرونو ١٤ لوړی څوکی شته چه د سمندر له سطحی نه ٨٠٠٠ متر و نه پورته لوړوالی لری او په دی کی د غرونو ٦ لوړی څوکی د تبت په سيمه کی واقع دی . نن ورځ د غره ختلو په اړه تجارتی فرصت زيات

دی او تبتی خلک په دی برخه کی طبعاُ ډير تفوق لری .

په ٢٠٠٢ کال کی په تبت کی د چين د غره ختلو لومړی ښوونځی جوړ شو ، ګوی سان دلته راغلی او د غره ختلو د ښوونکی په حيث مقرره شوی او هغه دا نيکه ارزو لری چه خپلی ټولې تجربی ، مهارت او فن زده کوونکو ته ورزده کړی چه په دی ډول ګن شمير خلک مسلکی معلومات او فنی مهارت تر لاسه کړی او د خپل وطن دپاره غوره او تکړه غ غره ختونکی وروزی .