<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-13 17:41:27    
په لنډن کی د اولمپيک د څلورمې دورې سپورتی لوبې

cri
د اولمپيک د څلورمې دورې سپورتی لوبې د ١٩٠٨ کال د اپريل له اوه ويشتمې نيټې څخه د اکتوبر تر يوديرشمې نيټې پوری د بريتانيې په لنډن کی جوړې شوې. د اولمپيک د څلورمې دورې په سپورتی لوبو کی د لومړی ځل دپاره د پنځو لويو وچو څخه د راغلو دوه ويشتو هېوادونو دوه زرو اتو تنو سپورتی لوبغاړو برخه واخيستله چی دا د اولمپيک د بين المللی کېدو دپاره تاريخی اهميت لری. د دوی په جمله کی اوه ديرش تنه ښځينه لوبغاړي وي چی د برخه والو ورزشکارانو عمومی شمېر د تېرو درو دورو سپورتی لوبو د مجموعې په نسبت لا زيات و.
د کوربه ښار بدلون
ټاکل شوی و چی د اولمپيک د څلورمې دورې سپورتی لوبې د ايتاليې په مرکز روم کی جوړ شی، خو په ١٩٠٦ کال کی د ويسوويو اور شيندونکی غر د انفجار کېدو له امله د ايتاليې حکومت د مجبوريت له مخی د اولمپيک د سپورتی لوبو د جوړېدو حق له لاسه ورکړ. نو په دې وجه د اولمپيک بين المللی کميټې د بريتانيې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چی د اولمپيک د څلورمې دورې سپورتی لوبې جوړې کړي. بالاخره نوموړی سپورتی لوبې د بريتانيې په لنډن کی جوړې شوي وي.
د معاصرو سپورتی ودانيو نمونه__ د سپين ښار په نامه سپورتی لوبغالی
د شلمې پېړۍ په سر کی د بريتانيې اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کی و او هيله يی درلوده چی د اولمپيک د سپورتی لوبو له جوړېدو څخه په استفادې سره خپل بين المللی حيثيت جوړ کړی. يوازی په دوو کلونو کی يی د لنډن په لويديځه سيمه کی د سپين ښار په نامه لوبغالی جوړ کړی و چی پکی څه نا څه اويا زرو تنو نندارچيانو ځائېږی. دغه لوبغالی د اولمپيک د سپورتی لوبو په ساختمانی تاريخ کی لومړی ځانګړی ودانی ده او د اولمپيک د سپورتی چارو د احيا کېدو نه راهيسی د معاصرو سپورتی ودانيو د يوې نمونې په توګه بلل کېږی.
د اولمپيک د سپورتی لوبې په نښه رښتيانی ميدالونه
د اولمپيک د نوموړې دورې د سپورتی لوبو په اړه په ميدالونو باندی د لومړی ځل دپاره د اولمپيک سپورتی لوبې په هروفو کښل شويدي او د اولمپيک د سپورتی لوبو رښتيانی ميدالونه ګرځېدلی دي. د تېرو دوو دورو دسپورتی لوبو په ميدالونو باندی يوازی نړيوال نندارتون په هروفو کښل شوی و.
د ميدالونو شمېر
د اولمپيک د نوموړې دورې په سپورتی لوبو کی د لومړی ځل دپاره د مختلفو هېوادونو له خوا د تر لاسه شويو ميدالونو شمېرونه خپاره شول چی دغه عمل د مختلفو هېوادونو له لخوا د خپلو ميدالونو په حسابېدو باندی مثبته اغېزه واچوله. مګر د اولمپيک د بين المللی کميټې په نظر د اولمپيک د سپورتی لوبو مسابقې يوازی د مختلفو ځانګړيو شخصيتونو او هيئتونو ترمنځ مسابقې دي، نه د مختلفو هېوادونو ترمنځ سيالی. نو تر اوسه پوری د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا په خپاره شويو رسمی اسنادو کی د مختلفو هېوادونو د تر لاسه شويو ميدالونو په هکله معلومات نه دي ياد شوي.
د اولمپيک ورځ په ورځ منظم شوی سپورتی لوبې
د اولمپيک د نوموړې دورې د سپورتی لوبو د جوړېدو نه مخکی، د اولمپيک بين المللی کميټې يو شمېر مربوطو متخصيصانو ته بلنه ورکړه چی د تېرو درو دورو د سپورتی لوبو د مثبتو تجربو د راټولولو په اساس په مسابقو کی د برخه والو شرايط او قاعدې اصلاح او بشپړې کړي. د نوموړو قاعدو د جوړېدو په اثر نه يوازی د اولمپيک سپورتی لوبې مسابقې منظمې شوي او بلکی د اولمپيک د سپورتی لوبو په منظمی ادارې باندی مثبته اغېزه اچول شوی ده چی دا په ګرده نړۍ کی د اولمپيک د سپورتی لوبو د ترميم او پراخوالي دپاره ګټور رول لوبولی دی.