د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د زلزلې ځپلو سيمو سره د مرستو د کارونو په مسئول د م م مامور جون ويندمورتيل د دسمبر په ديارلسمه نيټه په اسلام اباد کی له نړيوالی ټولنی څخه غوښتنه وکړه چه د پاکستان د زلزلې ځپلو خلکو سره مرسته چټکه کړی.
هغه په همدې ورځ په مطبوعاتی غونډه کی وويل چه په هغو سيمو کی چه د بحری سطحی نه جګوالی يی د واورو کرښې نه ټيټی دی، يو مليون نهه لکه تنه بي وزلي خلک د يخنۍ په ضد سامان الاتو ته اړتيا لري . جان په همدي ورځ وويل چه م م به په نژدي وخت کي د پاکستان د زلزلي ځپلو خلکو سره د مرستې په هکله يو ځانګړي استازي وټاکي .