<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-14 16:43:43    
په صحرايي سيمه کې د چين د نفتو د توليدولو کارکوونکي

cri

د چين د شمال لويديځې سيمې د شينجيانګ د ويغوري قوم خودمختاره سيمه د چين هغه سيمه ده چه د سروي له مخې د نفتو د ذخيري اندازه يي تر ټولو نه زياته ده ٠ نوموړي سيمه د تا جونګ په نامه نفت لرونکي سيمه يوه نفت لرونکي سيمه ياديږي او د شينجيانګ د جنوبي خوا د تاکلاماګان په صحرا کې واقع ده ٠

د اړوندو اسنادو له مخې په نوموړي نفت لرونکي سيمه کې د سروي وړ نفتو او ګازو ذخيرې شپاړلس مليارډوټنو ته رسيدلي چه په دي جمله کې د نفتو منابع يي اته مليارډه ټنه او د طبيعي ګازو منابع يي لس مليارډو معکب مترو ته رسيدلي دي ٠ د تا جونګ نفت لرونکي سيمه ختيځې خوا ته د لويديځ ګاز د انتقال د پروژي مبدا او د ګازو سرچينه ده ٠ د دغې پروژې سره سم د نوموړي نفت لرونکي سيمې طبيعي ګاز د شينجيانګ د تالي مو د کاسې له سيمې څخه د چين د ختيځې خوا د حه نان ، ان حوي ، جيان سو، جه جيان ولايتونو ، د شانګهاي ښار او نورو سيمو ته انتقاليږي ٠ دغه پروژه د چين په اقتصادي جوړښت کې ډير مهم رول لري او د تير کال په دسمبر کې تر سره شوې او د ګاز انتقال يي هم پيل شوي دي ٠

د تا جونګ په نفت لرونکي سيمه کې د نفت توليدي کارونه د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزي نه له پيل پيل نه شوي د چين د بلا بيلو ځايونو نه راغلو څه د پاسه شلو زرو فني پرسونلو او اړوندو کارکوونکو پکې ګډون درلود او د نفتو د سروي او استخراج په کارونو يي پيل کړي دي ٠ شاغلي لي تين ګوانګ سږکال اوه ديرش کلن دي او په ١٩٩٠ کال کې له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته بيا شينجيانګ ته تللي او پنځلس کاله يي په دي نفت لرونکي سيمه کې کار کړي دي ٠ هغه خبريال ته وويل کله چي تازه دلته راغلم، زما له پاره تر ټولو نه د پاملرنې وړ مسئله دا وه چه په شينجيانګ کې اوبه کمې وي ٠ حتي په اورګاډۍ کې مو هم ډيرې اوبه راوړلي ٠ کله چه د تا جونګ نفت لرونکي سيمې ته ورسيدم بيا په دي خبر شوم چه دلته هوا ډيره خرابه او د شګې باد يي ډير سخت دي ٠ همداشان په کارونو کې ډير زيات مشکلات او ستونزي هم موجودي وي ٠ خو ما د نورو کارکوونکو سره يو ځاي پر ستونزو باندې غلبه وموندله او په ټينګ سره مي خپلو کارونو ته دوام ورکړي دي ٠ زلمي ون جيانګ د ٢٠٠٤ کال په جولاي کې له پوهنتون څخه فارغ شوي او د کار له پاره نوموړي نفت لرونکي سيمې ته تللي دي ٠ هغه وويل زه ځکه د تا جونګ نفت لرونکي سمې ته ځم ، يو علت يي دي چه زما پلار او مور دواړه د نفتو کارکوونکي دي ، نو لا پخوا مي ټينګ عزم درلود چه د نفتو يو کارکونکي وګرزم ٠

د تا جونګ د نفت لرونکي سيمې د توليدي او د ژوند د چاپيريال په بشپړيدو او ښه والي سره هر کال د زلمي ون جيان په شان ډير محصلين د کار له پاره دي سيمې ته راځي ٠ زلمي يوي ګانګ سږکال د چين د چه چيان له پوهنتون څخه تازه فارع شوي او د څلورو مياشتو راهيسي د تا جونګ په نفت لرونکي سيمه کې کار کړي دي ٠ په چين کې دا اصطلاح شته چه وايي په بهرکې زوي د مور په انديښنه کې دي ٠ يوي ګانګ خبريال ته وويل کله چه زما مور په تلويزيوني پروګرام کې وليدل چه په شينجيانګ کې ډير لوي بدلون رامنځته شوي ، حتي نه پوهيده چه دا ريښتيا ده يا نه ٠ ځکه له يوي خوا هغې شينجيانګ ته نه ده تللي او له بلې خوا د شينجيانګ په باب زيات معلومات نه لري ٠ نو د ددې په فکر کې شينجيانګ يو ه شاړه ځاي دي ٠ خو په حقيقت کې داسي نه دي ٠ په دي ځاي کې ونې او چمنونه هم شته ٠

د لسو کالونو د ودانولو له لاري اوس د تاجونګ د نفت لرونکي سيمې په شاخوا کې په څه پاسه دوه سوه هکنارو مځکو کې يو داسي ايکولوژيکي چاپيريال رامنځته شوي دي چه شنې ونې او پراخ چمنونه تر سترګو کيږي او په أسمان کې ډول ډول مرغان ألوزي او بيلا بيل وحشي ځناورو لکه وحشي ګيدړی او سوي ډير ليدل کيږي ٠