<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-14 16:05:47    
انسان د مرغانو د انفلونزا د سرايت د کنترول پوره توان لري

cri

اوس نړيوال د مرغانو د انفلونزا د سرايت څخه ډير انديښمن دي او شک لري چه اوسني انفلونزا به په نولس سوه اتلسم کال کي په هسپانيه کي د سختې انفلونزا په شان انسانانو ته سخت تاوانونه ورسوي . مګر د عالمانو په نظر د علمي او تخنيکي ترقۍ سره سم په نړيواله ساحه کي د ناروغيو د وقايې او کنترول سيستم ډير بشپړ شوی او انسان د مرغانو د انفلونزا د سرايت د کنترول دپاره پوره توان لري ش.

د مرغانو د انفلونزا په باب نړيواله غونډه د نوامبر په نهمه نيټه په ژنيو کي پاي ته ورسيده او د لسو بين المللي سازمانونو او سلو هيوادونو او سيمو استازيو او متخصصانو پکي ګډون وکړ . ددې غونډې لوي برياليتوب دا و چه د مرغانو د انفلونزا د کنترول په هکله د بين المللي ټولنې پنځه تدبيرونه ټاکل شويدي . لومړي د مرغانو په منځ کي د ناروغۍ د منبع سرايت بايد تر کنترول لاندي راشي . دوهم د ژويو او انسانانو د ناروغيو د تازه پيدايښت په مقابل کي د خطر د خبرتيا ورکولو سيستم بايد بشپړ شي . دريم د ناروغيو د موثر مخنيوي او کنترول تدبيرونه دي غوره شي . څلورم بايد په بيلا بيلو هيوادونو کي د انسانانو د ناروغيو د وقايې دپاره پلان جوړ شي او اړوند تمرينات دي ترسره شي . پنځم هراړخيز دولتي پلان دي جوړ شي .

د روغتيا د نړيوال سازمان په اند د انسانانو په منځ کي د انفلونزا د عمومي سرايت په بهير کي د درو مرحلو دپاره وقايه او علاج ترسره کيداي شي چه لومړي مرحله د انفلونزا د عمومي سرايت لومړني مرحله ده ، دوهمه مرحله د عمومي سرايت مرحله ده او دريمه مرحله د عمومي سرايت او ورپسې د ويروس د خپريدو مرحله ده . نن ورځ

مونږ يوازي په لومړني مرحله کي يو او د په وخت وقايې او علاج له لارې په دوهمه مرحله کي د انفلونزا د عمومي سرايت خطرونه کميداي شي .

د روغتيا د نړيوال سازمان د عمومي مدير مرستيالې چن فن فو جينګ وويل چه په تيره پيړۍ کي د انفلونزا د عمومي خپريدو په اثر انسانانو ته زيات تلفات رسيدلي وو . خو اوس ددي ناروغۍ د خپريدو د حالت په باب اخطار ورکړي شويدي ، نو ددې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي دپاره مساعده زمينه برابره شويده .

د چين د نظامي طب د اکاډمی پروفيسر تو چان چيون وويل چه د کورنيو مرغانو د انفلونزا د وقايې په ساحه کي د چين لخوا تر لاسه شوي موفقيتونه د نړۍ مترقي سويې ته رسيدلي دي . اوس په چين کي لس تصدۍ د مرغانو د انفلونزا په ضد واکسين توليدوي او توليد شوي واکسينونه دننه په هيواد کي اړتياوي پوره کولي شي او نورو هيوادونو ته هم برابريږي .

اوس په زياتو هيوادونو او سيمو کي د مرغانو د انفلونزا د وقايې او کنترول ځانګړي سيستم جوړ شوی دي . مثلا اروپايي اتحاد د ناروغيو د وقايې او کنترول واحد مرکز جوړ کړيدی چه دغه مرکز د بيلا بيلو غړو هيوادونو د طبي اکاډميو سره نژدي تماس نيسي او د ټولې اروپا څو سوه اړوند متخصصان پکي شامل دي . اروپايي اتحاد پريکړه کړيده چه په روانه مياشت کي د انفلونزا په ضد لوي تمرينات ترسره کړي .

پروفيسر تو وويل چه د مرغانو انفلونزا وقايه او کنترول هميشه په چين کي د ژويو د ساري ناروغيو د مخنيوي مهمه دنده ده . د چين په عمده وو سيمو کي د مرغانو د انفلونزا د مصونيت ميزان په سلو کي له اتياوو څخه زيات دی. که د کورنيو مرغانو

په کوم فارم کي ددې ناروغۍ د پيدايښت حالت رامنځته شي ، سمدلاسه به ددې فارم د شاوخواوو درو کيلومترو په ساحه کي د تماسونو د بندولو او د ټولو کورنيو مرغانو د وژلو تدبير غوره شي څو چه دا خطرناکه ناروغۍ نورو سيمو ته خپره نه شي .

د مرغانو د انفلونزا د نظارت او پيشبيني په ساحه کي د بين المللي همکاري نژديوالي فعال رول لوبوي . پروفيسر تو وويل چه يوازي په دي شرط چه د کورنيو مرغانو او نورو څارويو ترمنځ د مرغانو د انفلونزا سرايت تر پوره کنترول لاندي راشي ، نو انسانانو ته د څارويو د انفلونزا د خپريدو فرصت کم وي .