هر کال د دسمبر پنځمه نيټه د داوطلبانو د بين المللی ورځی سره مصادفه ده اوپه بيلابيلوهيوادونو کي ددې ورځې د يادونې دپاره رنګارنګ فعاليتونه اجرا کيږي .
د ٢٠٠٥ کال په هم دغه ورځ کی د بيجينګ د داوطلبانو د ټولنی غړي د بيجينګ ښار د نابالغو کسانو سره د مرستی مرکز ته ولاړل او په دغه مرکز کی د څه دپاسه پنځوسو تنو بي کوره ماشومانو سره يو ځاي دغه د يادونې ورځ تيره کړه او ور سره يي مرسته وکړه . داوطلبانو په جلا جلا توګه د نوموړی مرکز د ليليو ، ټولګيو او کتابخانو څخه ليدنې وکړې او له ماشومانو سره ئی لوبی وکړې ٠
د بيجينګ ښار د کمونستي ځوانانو د اتحاديی د منشی مرستيال وانګ يوی د بيجينګ ښار د ملکي چارو د رياست د اړوندو مسئولينو په ملګرتيا نوموړی مرکز ته د داوطلبانو او بی کوره ماشومانو د ليدلو سره لاړ او داوطلبانو ته ئی ددې بين المللي ورځې د رارسيدو په نسبت مبارکه وکړه او دوی ته يي تشويق وکړ چه په مداومه توګه داوطلبانه خدمت تر سره کړي ٠
يو داوطلب چه وو چی نوميږي ، د چين د زلميانو د سياسی پوهنځی د دريم ټولګي محصيله ده او په نوموړی مرکز کی يي د دوو کلونو لپاره خدمت کړيدی ٠ کله چه هغی د دې مرکز درسي کوټې ته ننوتله ، ماشومان هغی ته مشر خور ږغ وکړ او درسي کوټه سمدلاسه د مسکا څخه ډکه وه ٠ هغی ماشومانو ته هغه سندره ورزده کړه چه نوم ئی کور بندر دی او شعر يي د داوطلبانو لخوا پخپله ليکل شويدی ٠ د دې سندرې په اوريدو سره د ماشومانو له سترګو څخه تودې اوښکي راتويي شوي
بی کوره ماشوم لی شوی د چين د هه بی له ولايت څخه راغلی او د داوطلبانو په دي
بين المللي ورځ کی ئی داوطلبان مشر ورور ته يوه تحفه ورکړيده ٠
د داوطلبانو د يو ورځنی خدمت د ختميدو نه وروسته ماشومانو د مرکز تر دروازې
پوري د دوی مشايعت وکړ او په راتلونکی اونی کی به ئی بيا سره وګوري ٠ د نابالغو کسانو سره د مرستی د مرکز کارکوونکو د بيجينګ د داوطلبانو
ډيره زياته مننه وکړه او وئی ويل چه له دې امله هره اونی داوطلبان زمونږ مرکز ته راځی او له بی کوره ماشومانو سره مرسته کوی ، نو ماشومان د کورنۍ مينه او پاملرنه احساسوی ٠ په همدی ورځ په بيجينګ کی د مينګ يوان په نامه په ښوونځی کی د بي وزلو ماشومانو سره د مرستې په نامه د پلان لمخې د هغو ماشومانو دپاره د انګليسي ژبې د ښوونکو د روزنې د سيمينار د ختميدو مراسم ترسره شويدي چه پلرونه او ميندې يي مزدوری بزګران دي ٠ د بيجينګ د داوطلبانو د ټولنی او د جيو ژن په نامه د يوه ښوونځی مشرانو د سيمينار ګډون کوونکو ښوونکو ته تصديق نامې ورکړې او ددوي د وتلي خدمتونو څخه يي د زړه له کومې مننه څرګنده کړه .دغه راز د ټولنې د بيلابيلو سازمانونو او شخصيتونو څخه يي غوښتنه وکړه چه د مزدوري بزګرانو اولادونو ته لا زياتې پاملرنې ورکړي ٠
سږ کال د اګيست له مياشتې څخه د بيجينګ د داوطلبانو ټولنی د نوموړي پلان په تطبيق پيل وکړ او د ټولنی د بيلا بيلو موسسو او شخصيتونو په اتکا يي روغ ، مسئولانه او مينه لرونکي داوطلبان ومنل څو چه دوي په فعاله او صادقانه توګه د بی کوره ماشومانو لپاره خدمت وکړي ٠ په عين وخت کی نوموړی ټولنی د داوطلبانه خدمتونو د ساحو د پراختيا لپاره کوشش کوی او د بيجينګ د خلکو سره يو ځای د داوطلبانه خدمتونو په کارونو کی ګډون کوی تر څو بيجينګ ښار په راتلونکی کی د لا نورې سمسورتيا او أرامتيا څخه په ډک ښار بدل شي .