<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-16 18:20:09    
د چين حکومت د شخصی هنری ډلو له پرمختګ څخه ملاتړ کوی.

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! څو ورځې دمخه د چين د کلتور، ماليې او کارګزينۍ وزارتونو او د مالياتو عمومی رياست په ګډه سره د شخصی هنری ډلو له پرمختګ څخه د ملاتړ په هکله پيشنهاد خپور کړ. له شخصی هنری ډلو سره د مرستې او ورڅخه د ملاتړ دپاره د چين د حکومت له خوا يو لړ تدبيرونه د چين د ټولنې زياته توجه ځانته راجلب کړيده. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی په دې هکله څه معلومات واورئ.
په چين کی د شخصی هنری ډلو پرمختګ له زياتو کږليچيو سره مخامخ و. د ١٩٤٩ کال نه وروسته په چين کی ټولې هنری ډلې په دولت پوری اړه وي او د تېری پېړۍ له اتمې لسيزې څخه شخصی هنری ډلې په چين کی رامنځته شوې. په چين کی د خلکو د ژوند د سويې په لوړېدو سره شخصی هنری ډلې هم چټک پرمختګ موندلی دی. داسی هنری ډلې د موسيقی، اوپرا، نڅا په شمول په زياتو ډولو هنرونو پوری اړه لری. د چين د کلتور د وزارت د يوه مامور ليو يو جو په قول، نوموړي هنری ډلې په کليو او منځنيو او کوچنيو ښارونو کی د خلکو خوښ دي. هغه وويل
(لومړی اواز)
شخصی هنری ډلې په عمده توګه د هېواد په اساسی يونټونو کی نندارچيانو ته په زړه پوری پروګرامونه اجرا کوی. د اټکل له مخی په چين کی د شخصی هنری ډلو شمېر له پنځو زرو څخه زيات دی چی دغه شمېر د دولتی هنری ډلې د شمېر په نسبت دوه چنده دي. شخصی هنری ډلې ګڼ شمېر خلکو په تېره بيا بزګرانو ته زيات شمېر په زړه پوری نمايشونه وړاندی کوی.
ښاغلي ليو يو جو وويل چی د ځينو تاريخی علتونو له امله، په تېره اوږده موده کی د شخصی هنری ډلو مقام نه دی پيژندل شوی او په ځينو ساحو کی د دولتی هنری ډلو په نسبت نوموړو ډلو ته مساوی حق نه دی برابر شوی.
د شخصی هنری ډلو له پرمختګ څخه د ملاتړ په پيشنهاد کی د شخصی هنری ډلو مهم مقام پيژندل شويدی، په بل ژبه شخصی هنری ډلې د چين په کلتوری چارو کی يوه مهمه برخه ده.دغه راز د نوموړي پيشنهاد سره سم، په مارکيت کی د شخصی هنری ډلو د ننوتلو دپاره مربوط تشريفات به کم شی او په راتلونکی کی به شخصی هنری ډلې له دولتی هنری ډلو سره مشابه حقوق او وظيفې ولري. علاوه پردې، په نوموړي پيشنهاد کی دې ته تشويق شوی چی شخصی هنری ډلې له نورو هېوادونو سره په کلتوری تبادله کی برخه واخلی.
د دې پيشنهاد د خپرېدو نه وروسته زياتو شخصی هنری ډلو خوښی څرګنده کړه. د چيون له په نامه د يو اوپرا يوه ډله د چين د جه جانګ ولايت د چن جو په ښار کی يوه شخصی ډله ده، ټول دری پنځوس تنه هنرمندان هر کال په منځنی توګه څه دپاسه شپږ سوه نمايشونه نندراچيانو ته وړاندی کوی. د دې ډلې د رئيس شی ګو لونګ په قول، که څه هم دغه ډله کوچنی نه ده او زيات شمېر غوره هنرمندان لری، خو د سرمايې، ادارې او د هنرمندانو د روزنې په ساحو کی د دولتی هنری ډلو په مقايسه د حکومت څخه کم ملاتړ تر لاسه کوی. هغه خبريال ته وويل
(دوهم اواز)
زه د نوموړي سند د خپرېدو له امله ډير خوشحاله يم. دا يو تاريخی اهميت لرونکی سند دی، ځکه چی د شخصی هنری ډلو مقام او رول پېژندل شويدی او زمونږ د ډلې د پرمختګ دپاره اسانتياوی برا بر شويدی.
ښاغلي جيو ګو ليانګ د چن جو ښار د شخصی هنری ډلو د ادارې مسؤل دی. د نوموړي پيشنهاد په هکله هغه داسی وويل
( دريم اواز)
مونږ به شخصی هنری ډلو ته د اقتصادی مرستې د ورکولو دپاره مربوطې پاليسی جوړې او تطبيق کړو او غواړو چی له شخصی هنری ډلو څخه لږ ماليات واخلو، څو چی له دوی څخه ملاتړ کړو.
هغه وويل چی دوی به د شخصی هنری ډلو سره د مرستې دپاره يو لړ تدبيرونه ونيسی، د مثال په توګه د دوی دپاره به ځينی تشريفات کم شی، دې ته به تشويق شی چی په شخصی هنری ډلو کی پانګې واچول شی او په عين وخت کی به د نوموړو هنری ډلو د اداری سويې د لوړېدو دپاره د روزنې کورسونه برابر شی. هغه باور لری چی نوموړي تدبيرونه به د شخصی هنری ډلو د پرمختګ دپاره مثبت رول ولوبوی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، د چين حکومت د شخصی هنری ډلو له پرمختګ څخه ملاتړ کوی. ستاسو د اورېدو له امله ډيره مننه کوو. ستاسو د روغتيا په هيله!