<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-17 19:01:31    
په کليو کی دکار د اضافی قدرت دپاره لار لټول

cri

د څمی په فصل کی د کليو په پټو کی کارونه لږ دی .نو د جيانګ سو ولايت د سوجيان ښار په اړه کليو کی بزګر شانګهای ته ځی او د نساجی په فابريکه کی کار کوی .بزګر لی وويل چی په کلی کی د کار د انفرميشن اعلان مونږ سره ډيره مرسته کړی ده چی مونږ زر زر کار پيدا کړی دی .

د سوچيان ښاروالی په اړه ډيرو کليو کی د کار انفرميشن اعلانونه خپاره شوی دی چی بزګر په دی پوه شی چی کوم ځای يا کومه څانګه نفر ته په کار دی چی د دوی د کار د پيدا کولو دپاره ډيری اسانتياوی برابری شوی دی .

سو چيان د چيانګ سو ولايت په شمال کی پروت دی او څه د پاسه پنځه مليونه او شل زره تنه نفوس لری چی په دی کی څه د پاسه ٣ مليونه تنه بزګر دی .د ښاروالی د احصائيی له مخی اوس نهمه لکه ٧٠ زره تنه کارکوونکی د دی ښار په بهير کی کار کوی او د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر تر مياشتی پوری يی د ٧ ملياردو ٢ سوه مليونو يوانو په ارزښت عايدات تر لاسه کړی دی چی دا عايدات د بزګرو د شتمنی کيدو عمده لار ده .

د سو چيان د ښاروال جانګ په قول سوچيان ښار د جيان سو ولايت ه وروسته پاتی سيمه کی پروت دی او بزګر د نفوس زياتره برخه تشکيلوی ،نو بهر ته تګ او کار پيدا کول د دوی د ژوند مهمه واسيله ده .

د کار دپاره فشی مهارت لومړنی سرط دی .نو ځکه ښاروالی د بازار د اړتياوو سره سم د روزنی کورسونه جوړوی .په ٢٠٠٤ عيسوی کال کی په دغه ښار کی يو لکه ٣٠ زره تنه و روزل شول چی عمومأ ٨ لکه ٨٠ زره تنه خلک په بهرنيو ښارونو کی کار کوی او عمومی عايدات يی له ٦ ملياردو يوانو ته اوښتی دی .د ښاروالی اړوندی څانګی ارزو لری چی د دريو کالو د کوششونو له لاری به هر کارکوونکی لږ تر لږه يو مهارت ولری .په ټول ښار کی ٤ لکه تنه به نوی استخدام شی او په بهرنيو ښارونو کی د کارګرو شيمر به يو مليون تنو ته ورسيږی .

د ښاروالی د کار د تضمين په اداره کی کمپيوترونه ،الکترونيکی پردی او داسی نوری دستګاوی موجودی دی .هره ورځ د کارونو نوی خبرتياوی داستخدام نوی خبرونه او داسی نور اعلانونه اعلاميږی .

اوس د ښارپه ټولو اوسيدونکو سيمو ،ولسواليو او کليو کی د انفرميشن دغسی شبکی جوړی شوی دی چی د خبرتياوو د نشراتو ،استخدام ،د مهارت روزنی او د فنی پرسونلو د ليږلو په ګډون يو لړ کارونه تنظم شوی دی .اوس اوسيدونکی د حکومت تر لارښوونی لاندی د اړتيا او پلان له مخی د کار دپاره بهر ته ځی ځی په دی کی د اوسيدونکو دپاره د کار د انتخاب چانس ډير دی .

د غه راز ښاروالی د جانګ جياګانګ او سوجو او داسی نورو ښارونو سره اړيکی ټينګی کړی چی اوس د سوجو په ښار کی د سو چيان ښار د کارکوونکو شمير ٤٧ زرو تنو ته رسيدلی او دغه راز په بهرنيو هيوادونو کی د سو چيان ښار د کارکوونکو شمير ٣٨٠٦ تنو ته رسيدلی چی د ٢٠٠٥ عيسوی کال د اکتوبر تر مياشتی پوری په بهر کی د دی ښار د کارکوونکو عمومی شمير ٩ لکه ٧٠ زرو تنو ته رسيدلی دی چی دا شمير د ٢٠٠٤ کال د وروستيو مياشتو په نسبت څه د پاسه يو لکه تنه زيات شوی دی .

نن سبا د سو چيان په ښار کی د الکترونيکی سبکی مهارت ،انفرميشن ،قانونی خدمت ،د مالونو استولو بدنی اوزنی ،ساعت تيری او باغونو او ځنګلونو په ګډون يو لړ تصدی د وده کيدو په حال دی .همدغشان د سوچيان په ښار کی په ثحضی تصدی کی ٩٣ زره تنه استخدام شوی دی چی دا شمير د ٢٠٠٤ کال د وروستيو مياشتو په مقايسه تنه زيات شوی دی .