<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-17 19:21:58    
انسان د روغتيا له پاره بايد خوښي او خوشحالي وساتي

cri

زيږيدنه ، زوړتيا ، ناروغۍ او مړينه د انسان د ژوند د بهير طبيعي او عيني قانون دي ٠ که څه هم د انسان عمر محدود دي ، خو د ځينو عمر اوږد او د ځينو يي لنډ دي ، د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندې څيړنې له مخې د يو تن له پاره د روغتيا او عمر په سلو کې پنځلس په وراثت او په سلو کې پنځه ويشته په ټولنيز ، طبي شرائطو او اقليم پوري اړه لري ، خو په سلو کې شپيته برخه يي په روانې روغتيا ، غذايي سيستم او د ژوند په شرائطو او شکل پوري تړلي دي ٠ پنځوس کاله د مخه د چينيانو منځني عمر يوازي پنځه ديرش کاله ؤ ، خو اوس يي منځني عمر نژدي اوياو کالو ته اوچت شوي دي ٠ نو د انسان عمر څنګه اوږديداي شي ؟ د اړوندو تحقيقاتو له مخې د انسان له پاره زياتره ناروغتيا د نامناسبې روحيي او رواني حالت له امله راپيدا کيږي ٠ ځکه د انسان په بدن کې معده د نورو بدني جهازونو په نسبت لومړي تر رواني اغيزې لاندې راځي ٠ نو که انسان ډير خوشحاله وي ، اشتها به يي ډير قوي او د معدې هاضمه به يي ډيره ښه وي ٠ خو که انسان ډير خفه او په قهر وي ، اشتها به يي ضعيفه او ټول بدن به يي ناروغ وي ٠ مثلا د زړه ، د دماغ د ورني د رګونو او د لوړ فشار ناروغۍ هم د رواني عواملو سره اړيکې لري ٠ نو د روغتيا له پاره انسان بايد د خوشحالي نه ډکه روحيه وساتي او د خپل ژوند له پاره ښه شرائط برابر کړي ٠ د چين فقيد نامتو ليکوالي ميرمن بين سين ويلي ؤ چه زوړتيا نه ويرونکي ده ، خو د روحياتو زوړتيا ويره ونکي ده ٠ ميرمن بين سين نژدي يوه پيړۍ ژوند کړي ؤ چه د هغې د اوږد ژوند يو مهم علت دا ؤ چه هغې په خپل ډول عمر کې زړه ځوان ساتلي ؤ ٠ پرته د رواني روغتيا د ساتنې نه د روغتيا له پاره بله توجو وړ خبره دا ده چه د انسان په ورځني ژوند کې د خوراکونو جوړښت بايد برابر وي يعني غذايي مواد بايد مکمل وي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره د خوراکي موادو طبيعي ترکيبات د انسان له پاره ګټور دي ، نو د هغو خوراکونو خوړل چه زياتي مسالې پکي اچول شوي وي ، د روغتيا له پاره ګټور نه دي ٠ همداشان مناسب ورزش کول هم د انسان د روغتيا له پاره فايده لري ٠ د هغو زړو کسانو له پاره چه عمر يي له شپيتو کالو نه زيات دي ، له دي امله چه د بدن بيلا بيل جهازونه يي د چټک ضعيفوالي په حال کدي ، نو د ځانګړي روغتيا ساتنې ته ډيره اړتيا لري ٠ د دغو زړو کسانو له پاره د پلي ګرزيدل ، ورو منډي وهل او داسي نورو سپکو ورزشونو په ګډون د روغتيا ساتنې ګټوره لاره ده ٠ بله مسئله دا ده چه د ځينو زاړو کسانو په نظر د عمر په زياتيدو سره د غذايي موادو دجذباتو لياقت هم ضعيف شوي دي ، نو بايد زيات ويتامينونه وخوري ٠ ټولو ته معلومه ده چه ويتامين د انسان له پاره ګټه لري ، خو ځيني ويتامين د زياتو خوړلو نه وروسته منفي تاثيرات لري ٠ مثلا ويتامين سي د سپين ږيرو او سپين سرو له پاره ډيره ګتور دي ، مګر د زياتو کلونو د خوړلو نه وروسته په مثانه او بولي جهاز کې د تيزو يا په هاضمې جهاز کې د ځينو ناروغيو د پيدا کيدو سبب هم کيږي ٠ علاوه پر دي د وينو د سرو ذرو د کموالي په اثر د روحي قوت ضعيفوالي هم د ويتامين سي د زياتو خوړلو بده نتيجه ده ٠ ويتامين يي د انسان د ضعيفوالي په ضد رول لري ، مګر د تاسفو وړ خبره دا ده چه د اوږدي مودي له پاره د ټاکلي اندازي نه زيات ويتامين يي د خوړلو نه وروسته د وينو انسداد راپيدا کيږي او په سترګو کې عدسي ته تاوان رسيږي