<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-18 18:53:56    
د چين د سيچوان ولايت د دا جو حکاکی

cri

د جنوب لويديځ چين د سيچوان په ولايت کی يوه ولسوالی شته چی دا جو نوميږی٠ دغه ولسوالی د ډبرو د حکاکی هنر له لحاظه په دنيا کی ډير شهرت لری٠ په دا جو کی د ډبرو د حکاکی تاريخ ديارلس سوه کاله دمخه پيل شو او د سنګ تراشانو د څو سوو کلونو د زيار نه وروسته ډيری زياتی مجسمی حکاکی شوی وی٠ اوس په دی ولسوالی کی اويا ځايونه د تاريخی اثارو په حيث وټاکل شول او په دغو ځايونو کی پنځوس زره بودايی مجسمی تر سترګو کيږی٠ په تيره بيا د باودين او بی شان په غرونو کی ډيری زياتی لويی او ښکلی بودايی مجسمی ليدل کيږی چی د کلتور ، هنر، علم او مذهب له نظره ډير ارزښتناک دی او د قديمی چين د بيلا بيلو دورو د ټولنی ، سياست او اقتصاد د څيړنی په هکله قيمتی مواد ګڼل کيږی٠

د دا جو مجسمی د قديمی چينايانو د رويی ، ارمان او د ژوند د وضعيت هنداره ده او د اوس وخت خلک ځنی د هنر حظ اخيستی شی٠ د ځينو خلکو په قول د دا جو مجسمی دغره په ډبرو باندی حکاکی شوی لوی اثار دی٠

د دا جو ولسوالی په شمال ختيځ کی د باودين نومی يو غر واقع دی او د اتياو مربع مترو په ساحه غرنی پرتګاوو باندی د اوالوکيتيسوارا مجسمه حکاکی شوی او د درو مترو په جګوالی مجسمه يو زرو اوه لاسونه لری چی په هر لاس مذهبی اله نيول شوی وه٠ د لاسونو شکلونه يی يو د بل سره بيل دی٠ د تاوس په شکل زره لاسونه چی طلاکاری شوی وو، ډير ښکلی او ځلانده دی٠ د دی مجسمی د حکاکی په باب يوه ښکلی قصه هم شته چی وايی په هغه وخت کی سنګ تراش په دی اندايښنه کی وچه د

درو مترو په جګوالی او شلګونو مربع مترو غار کی دومره لويه مجسمه څنګه جوړ وی؟ ماښام سنګ تراش په خوب کی د يوی ښکلی ښاپيری غوندی يو تاوس وليد چی بڼی يی د بيضی پکی په شکل ډيری ښکلی ښکاريدی٠ کله چی سنګ تراش راويښ شو، په خوب کی د ليدلی طاوس په شکل يی د مجسمی ډيزاين وکړ او د اوو کالو د زيار نه وروسته بالاخره د زرو لاسو د اوالوکيتيسوارا مجسمه چی په دنيا کی يوازنی ده ، توږل شويده٠ تصادفأ د مجسمی د رسمی جوړيدو او د خلکو دپاره د عبادت ورځ د چين د دهقانی جنتروی د اوومی مياشتی اومه نيټه وه چی دغه ورځ د روايت له مخی په بهشت کی د جلا شويو زوجينو د راغونډولو ورځ ده٠ نو اوو ښاپيريګانو د اوالوکيتيسوارا مجسمی د ليدو دپاره له اسمان څخه د باودين غره څوکی ته والوزوه او په جلا توګه يی پر مجسمی باندی يو لاس جوړ کړ د امريکی د پخوانی خارجه وزير ډاکتر کيسينجر د دی مجسمی د ليدو نه وروسته په ستاينی سره وويل چی د نړۍ زيات ځايونه می ليدلی دی، زما په نظر دا جو د قديمی شيانو يو عظيم موزيم دی٠ د کمبوديا شهزاده نورودم سيهانوک او د ده ميرمن دا جو ته هم سفر وکړ او ويی ويل چی دا زما له نظر څخه ليری ده چی په چين کی دومره لويی او ښکلی بودايی مجسمی ليدل کيږی او ښه ساتل شويدی٠ په چين کی د هند لوی سفير دا جو ته د سفر نه وروسته په هيجانی ډول وويل چی د دا جو مجسمی ډيری جذبی او ښکلی دی او د ليدووړ دی٠