<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-18 21:44:20    
د افکارو تعميم او تکامل

cri

دا خبرې تمامې شوې او ځو ورځې پس د اتحاد مشرقی د ١٣٢٥ د دلو په ٤٦ مه ګڼه کی د ويښ زلميانو له عنوان لاندې ، د مشاعرې په سلسله کی ، د ښاغلی محمد طاهر خان صافی يو شعر نشر شو ، چه لومړی بيت يې دا دی :

د جامعې د خير د پاره ويښ زلميان غواړو مونږ

چه د پتنګ په څير ځان سوزی عاشقان غواړو مونږ

وروسته تر دې په بله ګڼه ٤٧ کی بيا له همدغه عنوان لاندې يو شعر نشر شو چه دوه بيته يې دادی :

ويښ هغه چه دقام يې ناقرار کړی

نه چه خوب نه يې د چرګ نارې بيدار کړی

د وطن او ملت درد يې چه راويښ کا

داسې ويښ زلميان به ملک ګل و ګلزار ګړی

دا شعررونه نشر شوه او څو پس ته ، په ٥٠مه ګڼه کی د ښاغلی خادم له قلمه ، يوه لنډه معناداره او جذابه مقاله نشر شوه چه ويښ زلميان يې عنوان و او د حساسو او باشعوره زلميانو وظيفه يې څه نه څه ښودلې وه .

دا عادت دی چه افکار او خيالات هم سير او انتقال ، نشو او ارتقا ، تحول او تکامل لری . د علم او ادب په دنيا کی شايد داسې فکر يا داسې خيال پيدا نه شی چه په ډيرو دماغونو کی ګرځيدلی نه وی او سل رنګه تغير و تحول يې نه وی ليدلی او دغه شان د حساسو او ويښو زلمو فکر په اتحاد مشرقی کی ، کله په شعر او کله په نثر کی د يو او بل له خوا څرګند شو او دا خبره ميدان ته راووتله چه بايد با درده او حساس زلميان خپلو وظايفو ته ملتفت شی او کوم انتظار چه دوی ته کيږی په دوی دا لازموی چه د مملکت په خدمت کی پوره برخته واخلی .

سږکال په دې نژدی وختو کی د اصلاح پر نوموړې روزنامه کی د ښاغلی غلام حسن خان صافی له قلمه د جوانان ما له عنوان لاندې يوه مقاله نشر شوه چه ډير ليکونکی يې د دې موضوع اهميت ته ملتفت کړه او ډيرې مقالې يې په ځان پسې نشر ړې او علاوه د اصلاح په روزنامه د انيس په خوږه روزنامه او د کابل په مجله کی د خوانانو په نسبت ډير څه وليکل شوه او متعددو مهمو نويسندګانو دا موضوع له حده زياته وڅيړله او ښاغلی خادم او ښاغلی رښتيا پکی ډير څه ليکلی دی . له دې دومره ليکلو او وينا ګانو پسی ارومرو عمل هم وی او په دغه اندازه تلقين هيڅکله بی اثره نه وی . سړی بايد خوشبين وی چه زمونږ حساس او ويښ زلميان به که خدای کول ، خپل وظايف په ډير ښه شان سره ته ورسوی او دا مملکت به پاک خدای زمونږ د ګران او محبوب زلمی اعليحضرت په قيادت او رهنمايی او امامت د حساسو او بادردد زلميانو په کوششونو او فعاليت د عروج او ترقی لوړ معيار ته درسوی ، ځکه چه دغه راز عمومی فکرونه او هغه أرزو ګانې چه دغومره عموميت پيدا کړی ، هېڅکله بې نتيجې نه وی او ارومرو اثر او عمل پرې مرتبيږی او سمدلاسه يې يو قابل اميد او قابل اعتنا اثر دمعارف د لوړ وزارت دغه د نزدې ورځو مهم اقدام دی چه د زلميانو دملی تربيئ د کنفرانسو افتتاح ده او همدغه افتتاح يوه ښه نتيجه بللی شوو.

څنګه چه د اوبو څاڅکو نه ، لوی لوی سيندونه پيدا کيږی ، دغسې دافکارو او نظرياتو له اتفاق ، تزئيد او تعميم څخه هم مهم کارونه پيدا کيږی او کېدای شی چه له يوه زړی نه غټې ونې او سمسور باغونه جوړ شی .