<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-19 18:31:37    
په ٢٠٠٥ کال کی د چين د هغو مسلمانانو شمېر چه د زيارت د اداکولو لپاره مکی ته تللی، تر نورو کالو ډېر و

cri

د ٢٠٠٥ کال د جنوری په مياشت کی د بيلا بيلو هېوادونو مسلمانان د زيارت د اداکولو لپاره د اسلامی دين مقدس ځای د سعودی عربستان په مکه کی راغونډ شول. دا په ١٩٥٥کال کی د لومړی ځل لپاره د زيارت د اداکولو لپاره مکی ته د چينی مسلمانانو د ور ليږلو نه راهيسی سږ کال د ليږدول شويو چينی مسمانانو شمېر تر نورو کالو ډېر و.

د زيارت ادا کول د اسلامی دين د پنځو ارکانو څخه دی. په ١٩٧٩ کال کی د حج کولو ګروپ د ليږلو د اعادې نه راهيسی، چينی مسلمانان هر کال د حج د سفر لپاره مکی ته ځی او شمېر يی کال په کال زياتيږی. په ١٩٥٥ کال کی يوازی شل تنه چينی مسلمانان مکی ته ولاړل خو سږ کال څه دپاسه پنځه زره يو سلو تنه مسلمانان د بوئين ٧٧٧ ډوله پنځلسو لويو مسافروړونکو الوتکو په کرايه مکی ته تللی دی.

د چين د اسلامی ټولنې د رئيس مرستيال ښاغلی ما يون فو وويل چه د ٢٠٠٠ کال نه راهيسی ،د حج کولو لپاره د چين د حکومت لخوا ليږدول شوی مسلمانان ډېر زيات شوی او سږ کال شمېر يی د تير کال په نسبت پنځه سوه تنه زيات شوی دی. نه يوازی د زيارت کوونکو شمېر په پر له پيسی توګه زياتيږی، بلکی د دوی د سفر او اوسېدو شرطونه هم د ښه والی په حال کی دی.

د ٢٠٠٤ کال د دسمبر په مياشت کی چين د لومړی ځل لپاره د لوېديځ ښار لان

جو او د سعودی عربستان جده تر منځ د زيارت کوونکو لپاره د مسافروړونکو الوتکو د مستقيم پرواز لاره پرانستلی ده چه د ګان سو ولايت يو زر تنه زيارت کوونکی د شپاړسو ساعتونو په تيرېدو سره د دې ولايت له مرکز لان جو ښار څخه جده ته ورسيدل. اوس د بيجينګ نه پرته ، د وروموچی ، لان جو او کون مين په ښارونو کی چه ډېر مسلمانان پکی اوسيږی، جعده ته د مسافروړونکو الوتکو د رسيدو لاری هم پرانيستل شوی دی.

د ١٩٨٦ کال نه هر کال د چين اسلامی ټولنی جده او مکی ته اته يا دوو لس کسيز ګروپ ليږی چه چينی زيارت کوونکو ته د ترجمی، علاج، د اوسيدو او تراسپورت د کارونو د ادارې په شمول خدمتونه کوی. سږ کال په نومومړی ګروپ کی د کارکوونکو شمېر نولسو تنو ته زيات شوی او اکثريت يی په عربی ژبه ښه پوهيږی . علاوه پر دې د چين اسلامی ټولنې په خاصه توګه د زيارت کوونکو د خدمت لپاره د چين د اسلامی علومو د پوهنځی څخه پنځه زده کوونکی انتخاب کړل.

ښاغلی ما يون فو هم وويل چه زيارت کوونکو مسلمانانو ته د اوسيدو د ښه شرط د برابرولو او د دوی د امنيت د ساتلو لپاره، چين ډېر زيات کوششونه کړی دی. د چين د سالمی مذهبی پاليسی په رڼا کی، ډېر مسلمانان خپله هيله تر سره کيدای شی.