<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-19 18:42:59    
کمپيوتر او د کورنيو برقی سامان الاتو کارول

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام په دی برخه کی به د کمپيوتر او دکورنيو برقی سامان الاتو د کارول په هکله د افغان اوريدونکی حضرت ولی منګل اړوندې پوښتنې ته ځواب ورکړو . لومړی به د کمپيوتر د پيدايښت او انکشافی بهير په باره کی څه معلومات واورئ .

په نړۍ کی لومړنی الکترونيکی کمپيوتر د ١٩٤٦ کال د فبروری په پنځلسمه نيټه د امريکی د پينسيلفانيا په پوهنتون کی په بريالی توګه جوړ شو او  د ينياک په نامه اختصاری نوم پری کيښودل شو .په نوموړی کمپيوتر کی ١٧٤٦٨ خالی الکترونيکی لامپونه نصب شول او مصرفه شوی بريښنا يی ١٧٤ کيلواټو ته ورسيده . دغه کمپيوتر چه ديرش ټنه وزن يی درلود ، د ١٧٩ مربع مترو په مساحت يی ځای ونيوه او په هره ثانيه کی يی پنځه زره واره دجمع په ډول خساب وشو . که څه هم دغه کمپيوتر د اوسنی ډير معمولی کمپيوتر څخه وروسته پاتی ښکاريده ، خو په هغه وخت کی د شميرلود چټکتيا او صحيح والی له مخی دغه کمپيوتر ساری نه درلود .

ينياک د الکترونيکی کمپيوتر د پرمختيا او نوی والی لپاره بنسټ کيښود ، د کمپيوترونو په انکشافی تاريخ کی يی عصر جوړونکی اهميت درلود او له دی نه څرګنده شوی چه د الکترونيکی کمپيوتر عصر رارسيدلی دی .

د ينياک په نامه د کمپيوترپه رامنځ ته کيدوله شل ګونو کلونو راهيسی د کمپيوترونو د پرمختيا او انکشاف چټکتيا حيرانوونکی او د څو ځلو لپاره يی نوی

والی موندلی دی . په دی توګه د کمپيوترونو حجمونه کوچنی شوی او مصرفی بريښنا يی ډيره کمه شوی ، خو د کار او استعمال ساحی يی زياتې او پراخې شوی دي . په تيره بيا د هغه کوچنی کمپيوتر د څيړنی او جوړونی له برکته چه حجم يی وړوکی ، بيه يی ټيټه او د استعمال ساحه يی پراخه ده ، زيات شمير کمپيوترونه په بيړه دفترونو او کورونو ته داخل شوی او د دفتری کارونو د خودکارۍ او د څو خبری رسنيو د استعمال په برخو کی يی ډير ستر رول لوبولی او لوبوی يی . نن سبا د کمپيوترونو استعمال د ټولنی هری ساحې ته داخل شوی دی .

درنو اوريدونکو ، همدااوس مو د کمپيوترونو په باره کی څه معلومات واوريدل . د دی پروګرام په پاتی برخه کی به تاسوته د کورنیو برقی سامان الاتو د کارول په بهير کی د توجه وړ معلومات  وړاندی کړو .

د رنګه تيلويزيون اخزی ته د مغناطيسی موادو ورننوتل ډير زيان رسوی ، نو په دی وجه ښايی چه هغه له مغناطيسی شيانو څخه ليری وسال شی.

برقی يخچال د نقليدو په وخت کی له مايل کيدو نه اغيزمن کيږی. که هغه مايل کړی شی ، نو د يخچال هغه برقی جنريتر چه په درو فنرونو سره په فلزی ظرف کی ځوړند دی ، په أسانه توګه ورځنی جلا کيږی چه په نتيجه کی به د يخچال د يخيدو توان کمزور شی .

د کالیو مينځلو ماشين د استعمال په وخت کی بايد جوشی اوبه پکی

وانه چول شی . ځکه چه د کاليو مينځلو ماشينونو صندوقونه او نوری زياتی پرزې له پلاستيکی موادو څخه جوړی شوی دی . د امريکی د ميچګان پوهنتون د اړوندو پوهانو د يوی تازه څيړنی د نتيجی له مخی ، د هغه برقی يخچال پر

ځای چه د استعمال موده يی لسو کالو ته رسيدلی ، ښايی چه يو نوی يخچال بدل شی .

د نوموړو پوهانو په قول ، که نوموړی يخچال خپل کار ته دوام ورکړی ، نو مصرف شوی بريښنا به يی د استعمال له لومړنيو وختونو په مقايسه دوه چنده شی . شک نه شته چه دا به د برق په اړه مياشتنی لګښت زيات کړی .

د ميچګان پوهنتون دغو پوهانو د يخچال د نوی والی   موضوع د يادونی په ترڅ کی دی ته اشاره وکړه چه خلک داسی غلط نظر لری چه په کور کی بايد يخچال تر هغه وخته پوری وساتل شی چه بيخی خراب نه شی ،  او يا له خپل کار پريږدی تر څود پيسو سپما وشی . خو په حقيقت کی د نوموړو پوهانو له څيړنو نه څرګنده شوی چه د خلکو نوموړی عمل نه يوازی دپيسو سپما نه کوی ، بلکی برعکس به لا زياتی پيسی مصرف کړی .