<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-19 19:34:38    
چين د کورنيو او بهيرنيو تصديو دپاره مشتريانو ته د توليداتو د مستقيمی پلورنی مقرره منظوره کړه

cri

د سږ کال د سپتمبر په مياشت کی مشتريانو ته د توليداتو مستقيمی پلورنی په هکله اداری مقررات او د غير قانونی پلورلو د ممنوعيت مقرارت چی د ټولنی له خوا ور ته توجه اړول شوی ،په رسمی توګه صادر کړل چی په دی توګه په چين کی د نوموړو مقرراتو سره سم کورنيو او بهرنيو تصديو ته په مستقيمه توګه مشتريانو ته د توليداتو د پلورلو د معاملی اجازه په تيرو ٧ کلونو کی ممنوع شوی وه ،ور کړی ده .

د تيری پيړۍ په ٤ لسيزی کی د امريکی د يوه شرکت د توليداتو د پلورلو يوه نوی طريقه جوړه کړه يعنی نه د مغازو له لاری خرڅوونکی په مستقيمه توګه مشتريانو ته توليدات پلورلی شی .

په ١٩٩٠ کال کی نوموړی طريقه چين ته داخله شوه او ورپسی په چين کی د مستقيمو پلورلو څخه په استفادی سره معامله پراخه شوه .مګر په عين وخت کی له زيات مشکلاتو سره هم مخامخ شوه .ځينو ګټه پورته کوونکو د مستقيم پلورلو په بنا پر مشتريانو توليدات نه پلورل بلکه د دوی د پلورلو په شبکه کی يی د زياتو خلکو د ګډون دپاره کوششونه کوی .تر څو دچل او غولونی له لاری يی پيسی تر لاسه کړی .

د چين د صنعت او تجارت د اداری د عمومی رياست په اړه د غير قانونی پلورلو د له منځه وړلو د څانګی مسئول وو يان وويل له دی امله غير قانونی پلورلو عادی تجارتی معاملی ته ضرر رسولی و .په ١٩٩٨ کال کی يی چين د غير قانونی پلورنی د ممنوعيت په هکله داسی حکم صادر کړ .(اواز..............)د غير قانونی پلورلو ناوړو کړو وړود چين اقتصادی نظم ته ګډوډی رسولی او رسوی يی .په ١٩٩٨ کال کی د غير قانونی پلورنی د ممنوعيت په هکله د خبرتيا د صادريدو نه وروسته د بيلا بيلو درجو دحکومتونو په مشرۍ لازم تدبيرونه غوره کړی دی .په نژديو کلونو کی د چينايانو د مصرفی اړتياوو د زياتوالی له امله په بازارنو کی په مستقيمه توګه مشتريانو ته د توليداتو د پلورلو معاملو چټکتيا موندلی ده .په عين وخت کی د هغی ژمنی سره سم چی چين په نړيوال تجارتی سازمان کی د ګډون دپاره کړی ده بايد د ٢٠٠٥ کال له پای نه خارجی شرکتونو ته چی په چين کی د مالونو د مستقيمی پلورنی اجازه ورکړی ،د نوموړی غوښتنی له مخی د چين اړوندو څانګو دغه مقررات صادر کړل .

د مستقيم پلورلو په هکله د چين عالی پوه ښاغلی يانګ جيان وويل چی په نوموړو مقرراتو کی د قانونی مستقيمی پلورنی او غير قانونی پلورن د تشخيص معيار تصديق شوی دی .(اواز...................)د نوموړو مقرراتو د صادريدو نه وروسته د تصديو د مالونو د پلورونکو دپاره معيار قايم شوی ځکه چی پخوا په مستقيمه ډول د توليداتو پلورنه په اساسی توګه په پټه حالت کی روانيده ،نو مونږ په دی نه پوهيدو چی د توليداتو مستقيم پلورل په څه شکل تر سره کيږی .که څه هم په نوموړو مقرراتو کی جدی محدوديت ټاکل شوی دی مګر زيات کسان لاهم د توليداتو د مستقيمو پلورلو په راتلونکی باندی پوره اطمينان لری .ليو شين د راډيو يو کارکوونکی دی ،که څه هم معاش يی زيات و مګر لږه موده دمخه يی له خپلی وظيفی نه استعفا وکړه اوغواړی چی په مستقيمه توګه د توليداتو په پلورلو لاس پوری کړی .د ده په نظر په نوموړی معاملهي کی د کاميابيدو زيات فرصتونه موجود دی هغه وويل (اواز..................)مستقيم پلورل د ټولنی د انکشافی تمايل سره سمون خوری مثلأ د پلورلو د دغه ډول طريقه خلکو ته ځانګړی خدمتونه برابروی زما په اند دا يوازی يو کار دی نو بايد زيات کوششونه وکړم .

که هر څوک غواړی په مستقيم ډول د توليداتو په پلورلو ځان بوخت کړی ،بايد له نورو سره ښه راشه درشه وکړی .د زياتو تصديو دپاره دوی بايد د مستقيم پلورلو معاملی ته د داخليدو دپاره تياری ونيسی .د متخصيصانو په نظر د هغو تصديو دپاره چی غواړی په مستقيمه توګه مشتريانو ته توليدات وپلوری ،دا لازمه ده چی د نوموړو مقرراتو سره سم د دوی بازاری پلانونه جوړ شی ،د توليداتو پلورونکو په اداری طريقو ،د توليداتو بيه او د مالونو د ليږدولو په شکل بايد پوره پوه شی .

د معلوماتو په مخی د غير قانونی پلورلو ممنوعيت او د مستقيم پلورلو د اداره کولو مقررات په جلا جلا توګه د نوامبر په لومړی نيټی او د دسمبر په لومړی نيټی نافذ شوی دی .