د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د افغانستان نوی پارلمان د دسمبر په نولسمه نيټه په کابل کی لومړی غونډه ترسره کړه او په هغی کی له څه د پاسه دری سوو تنو پارلمانی غړو نه پرته ، د امريکی د ولسمشر مرستيال ديک چينی په شمول د ځينو بهرنيو هيوادونو مشرانو هم برخه واخيستله .
ولسمشر حامد کرزی دغی غونډې ته دخپلی وينا په ترڅ کی وويل چه افغانستان له جنګی اور سره مخه ښی وکړه او د کنډوالی څخه دخپل هيواد د بيا ودانولو په لوری پرمختګ کوی ، د افغانستان پارلمان او حکومت به يو له بل سره همکاری او هماهنګی وکړي او په ګډه به د افغان خلکو په مشرۍ له راز راز چلنجونو سره مقابله وکړی . نوی پارلمان د ملی امنيت او سوکالی د تامين مهم ځواک ګڼل کيږی .