
د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د امريکی د نيويارک ټايمز ورځپاڼی د دسمبر په نولسمه نيټه خبر ورکړ چه په کيوبا کی د ګوانتنامو په نامه د امريکی د سمندری ځواکونو په اډه کی اتو بنديانو ويلی دی چه د ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری، امريکی په افغانستان کی يو پټ زندان جوړ کړی دی.
په افغانستان کی د امريکايی ځواکونو وياند د نيويارک ټايمز ورځپاڼی د خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی د دغی مسئلې په باب هېڅ تبصره و نه کړه. خو د افغانستان د استخباراتو ارګان د منځنيو او ټيټو رتبو مامورينو په خبره ، اوس په افغانستان کی د امريکی څو پټ زندانونه هم شته ، خو لوړ ربته مامورين دوی منع کوی چه په دې هکله څه وينا وکړی.