<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-20 15:11:05    
*د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د کنګل پرمخ د چابکو حرکتونو دسکيتينګ سيالی

cri

د لنډن د اولمپيک په څلورمو سپورتی لوبو کی د پخوانيو لوبو په نسبت يو ستر پرمختګ وموندل شو چه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د لومړی ځل لپاره د کنګل پرمخ د چابکو حرکتونو دسکيتينګ لوبه شامله شوه . له دی امله چه دغه سپورتی لوبی د دوبی په موسم کی پرځای شوی ، نو د اکتوبرتر مياشتی پوری د کنګل پرمخ د چابکو حرکتونو دسکيتينګ مسابقې پيل شوی او ددی مياشتی په يو ديرشمه نيټه دغه مسابقه پای ته ورسيده . دا هغه علت هم و چه د لندن د اولمپيک د څلورمو سپورتی لوبو مهالونه له شپږو مياشتو څخه اوښتی ؤ .

*د دواړو دورو ترمنځ د اولمپيک سپورتی لوبه

د لندن د اولمپيک د څلورمو سپورتی لوبو د جوړيدو نه مخکی يعنی په ١٩٠٦ کال کی د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو د راژوندی کيدو د لسمی کاليزی د نمانځنی لپاره په اتن کی د اولمپيک يوه غير رسمی سپورتی لوبه پرځای شوه . د دواړو دورو ترمنځ د اولمپيک تش په نامه سپورتی لوبه بلله کيده . دغه لوبه د هماغه کال د اپريل له دوه ويشتمی نيټی نه نيولی د می تر دوهمی نيټی پوری ترسره شوه او په هغی کی د شلو هيوادونو اته سوه څلور اتيا تنو ورزشی لوبغاړو د سپک اتلتيک ، لامبووهلو ، واټ پولو، توری وهلو ،

جمناستيک ، د بيړيو چلولو ، بايسکل ، فوټبال ،لرغونی پهلوانۍ ، ټنيس او د غشی ويشتلو په شمول يوولسو لوبو په سياليو کی برخه واخيستله او دهغوی ترمنځ اووه تنه ښځينه لوبغاړی وې .

* کيڼې خوا ته منډی وهل

د لندن د اولمپيک په څلورمه سپورتی لوبه کی د سلو مترو په واټن د ځغاستی نه پرته ، د سپک اتلتيک په نورو لوبو کی د لومړی ځل لپاره کيڼې خوا ته دمنډی وهلو طريقه استعمال شوه . د مخکينو دورو د لوبو په مسابقو کی ورزشکارانو ښی خوا ته منډی ووهلی . دغه نوی طريقه د بين المللی سپورتی محافلو لخوا منل شوی او په ١٩١٢ کال کی د سپک اتلتيک د ورزش نړيوالی اتحاديی په ښکاره توګه وټاکله چه دځغاستی د مسابقی په ترڅ کی برخه وال لوبغاړی بايد د منډی د ليکې کيڼی خوا ته منډی ووهی .

*

د اولمپيک دڅلورمی دوری په سپورتی لوبو کی د ماراتون د ځغاستی لپاره د ٤٢ اعشاريه ١٩٥ کيلومترو په واټن اوږدوالی ټاکل شوی ؤ . د دی لوبی د سيالی د پيل نه وروسته د لومړنيو اته ديرشو کيلومترو په لاره کی د ايتاليی يوه ورزشکار د نورو نه مخکی ولاړ ، خو ورزشی ميدان ته د داخليدو نه وروسته هغه دزياتی ستړيا او ستومانی له امله پر مځکی وغزيد او بالاخره و نه توانيد چه بيا ودريږی . کله چه د امريکی لوبغاړی جان هايس ورزشی ميدان ته هم داخل شو ، څو تنو کارکوونکو نوموړی ايتاليوی ورزشکار ته په منډه ځانونه ورسول او هغه يی مطلوب ځای ته ورساوه . د سيالی په بهير کی د نورو مرستی ممنوعی دي ، نو په دی وجه نوموړی ايتالوی لوبغاړی طلايی مدال لغوه شو . خو دهغه نوم په بل شکل چه د ورزشکارانو لپاره په سيالی کی ګډون تر هرڅه مهم دی ، د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی ځای نيولی دی .