د سي ار اي راډيو د خبر لمخې د هند او پاکستان ترمنځ د څلورمې ترانسپورتي لارې د پرانستلو په هکله دوه ورځني خبرې اترې د دسمبر په شلمه نېټه پيل شوې . د خبر لمخې د دې لارې په پرانستلو سره به د هندد شمالي ښار امريتسار او د پاکستان د سيک دين د مقدس ځاي نانکانا صاحب ترمنځ ترانسپورتي اړيکې ټينګې شي او په هند کي به د سيک دين د پيروانو لپاره د زيارت زمينه برابره شي . د ١٩٩٩ کال راپدې خوا د هند او پاکستان ترمنځ درې لارې پرانستل شويدي .