<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-20 17:34:59    
 مېرمن بهارګلی او د ده تخنيکی ښوونځی

cri

ګرانو اوريدونکو ، مېرمن بهارګلی د تقاعدفه مخکی يو ښوونکې وه او په شنجيانګ کی د ٢٥ کالو دپاره درس ورکاوه . د تقاعد نه وروسته يی د پانګو په راغونډولو سره د مسلکی مهارت د زده کړی دپاره يو ښوونځی جوړ کړی دی . د پروګرام په دی برخه کی به په دی باره کی يو لړ معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

دری کاله مخکی بهارګلی تقاعد شو . د کلونو راهيسی د ته رسی کار په ترڅ کی يی په دی ښه پوه شوه چه په شنجيانګ کی مسلکی تعليمات او فنی روزنه ډيره کمه وه . ډير زلميان په دی وجه چه مهارت نه لری د کار موقع نشی پيدا کوی . د ډيرو هلو ځلو نه وروسته هغی په ورومو چی کی د مسلکی مهارت د زده کړی دپاره يو ښوونځی جوړ کړی او د ملی اقليتونو د هغو زلميانو دپاره چه غريب ژوند تيروی او د فنی مهارت زده کړه وغواړی . د مهارت د زده کړی فرصت برابر کړ .

د ښوونځی د پرانستلو په لومړنيو ورځو کی لس ګونه بی کاران ومنل شول ، دوی زياتره بی وزلی او غريب زلميان وو . د دوی په غاړه د بارونو د کمښت په غرض بهارګلی د دوی د زده کړی لګښت کم يا معاف کړ . هغی وويل:

انسان په دنيا کی بايد د ټولنې دپاره کتور کار وکړی . دا نه کيږی چه انسان په نړۍ کی يوازی او يوازی د شخصی ګټو دپاره ژوند کوی ، بلکی بايد د ټولنی دپاره ګتور کارونه وکړی . ډير خوشحاله يم چه خپل شاګردان کار ته ځی . سره لدی چه ډير زيار او زحمت می ګاللی دی .

ښاغلی سايرجان هم د بهارګلی په لارښودنه ښوونځی کی زده کړه وکړه . د فنی روزنی د منلو نه مخکی هغه کار نه درلود او د دوه ماشومان پلار و . د کورنی څلور

تنه غړو د محلی حکومت د مرستی په اتکا ژوند تيراوه . وروسته سايرجان د کورنی برقی سامان الاتو د ترميم مهارت د زده کړی دپاره د بهارګلی په لارښودنه فنی ښوونځی ته راغی . ميرمن بهارګلی د سايرجان په ستونزو ښه پوهيدل ، ورسره يی ډيری مرستی وکړی او د ده د زده کړی لګښت يی معاف کړ . د بهارګلی او نورو ښوونکو د مرستو په اثر ښاغلی سايرجان خپله فنی زده کړه . بشپړه کړه او پخپله يی د کورنی برقی سامان الاتو د ترميم دپاره يو د کان جوړ کړ . اوس کارونه او معامله يی ښه شوی او کورنی ژوند يی هم له غربت نه بچ شويدی . د ٢٠٠٥ کال د اګست په مياشت ميرمن بهارګلی په جنوبی شنجيانګ کی د درس ورکولو په وخت کی په دی خبر شو چه د زلزلی په اثر شل تنه يتيمانو د ١٢ ټولګی څخه د فارغيدو نه وروسته د زده کړی فرصت له لاسه ورکړ ، نو مېرمن بهارګلی پری کړه وکړه چه دا يتيمان خپل ښوونځی ته راشی او فنی مهارت زده کړی . کله چه يتيم زلمييان پری خبر شول چه دوی به د فنی مهارت د زده کړی دپاره د شنجيانګ مرکز وروموچی ته لاړ شی . ډير خوشحاله شول او مېرمنی بهارګلی ته يی څرګنده کړه چه دوی به هرومرو ښه زده کړه وکړی . هغی وويل :

د اورګادی په ستيسن کی د دوی د رسيدو په وخت کی زلميان يو د بل پسی زما په وړاندی راغلل او وعده يی وکړه چه دوی به حتماُ ښه زده کړه وکړی او پری نه ږدی چه زه او د اجدادی کور اوسيدونکی نااميده واوسی . زه ډير خپه يم ، خو ټينګ عزم لرم چه د دوی د ښه روزنی دپاره کوشش وکړم .

په رښتيا بهارګلی دمور په شان شاګردانو ته ښه پاملرنه وکړه . ١٨کلن ويغوری زلمی محمود لان وويل :

يوه ورځ داکتر ما ته وويل چه زه د وينو د کمښت په ناروغۍ اخته شوی يم او د

دريو ورځو استراخت ته په کار دی . د ښوونځی مديری زما دپاره ګتور خوراکونه واخيستل او زما د پاملرنی دپاره په روغتون کی د دريو ورځو دپاره پاتی شوه . دغه راز زما دپاره يی خوندور خواړه مرپخه کړی او د شپی لخوا زما د کټ تر څنګه خوب کاوه . د دغو حالاتو په ليدلو سره زه ډير متاشر شوم .

دريو کلونو راهيسی ټولی ٣٦٠٠ تنه ځوانان د بهارګلی په لارښودنه د مسلکی مهارت له ښوونځی نه فارغ شوی دی او زياتره يی ښه کارونه پيدا کړی دی چه په دی ډول ژوند يی ښه شويدی .د ښوونځی مشاور محمد جان صاحب مونږ ته وويل :

هغه زلميان چه يو ځل بيا يی کارونه پيدا کړی هميشه د تحفی سره د بهارګلی او نورو ښوونکو د کتلو دپاره مکتب ته راځی . پدی ټوګه کلک عزم لرو چه بايد د ټولنې د ضعيف خلکو سره زياته مرسته وکړو .