د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د شينجيانګ د توروفان په ښار او د شانشان په ولسوالی کی د چرګانو او مرغانو د انفلونزا له سرايت نه وروسته د بنديز، د چرګانو د وژلو او د ميکروب وژونکو دواګانو د پاشلو په شمول يو لړ تدبيرونه نيول شوی دی .
د چين دکرنی د وزارت د دسمبر د شلمی نيټې د اعلان له مخی ، د يوويشتو ورځو د پلټنی او معاينی په ترڅ کی په دغو دوو سيمو کی د چرګانو او مرغانو د نوی انفلونزا سرايت نه دی موندل شوی .