د سين هوااژانس د خبر له مخی : د امريکی د ملی دفاغ وزارت ويان بريان ويتمان د دسمبر په شلمه نېټه وويل چه د دغه هېواد د ملی دفاغ وزير دونالد رومسفيلد د امر سره سم د راتلونکی کال تر پسرلی پوری به په افغانستان کی د امريکی د ميشته پوځ د سوتيرو شمير له اوسنی ١٩ زرو تنو څخه ١٦ زرو تنو ته کم شي ٠
دغه وياند وويل په افغانستان کی د امريکی د ميشته پوځ د لوړ قوماندان ترون جنرال يکنبيری د وړانديز سره سم د سرتيرو شمير د کموالې پرېکړه شويده ٠ علت ئی دا د ی چه په افغانستان کی نظامی او پوليسي ځواکونه ورځ په ورځ پياوړی شوي او په همدې وخت کی د ناتو بلاک په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتونکو پوځونو د سرتېرو شمير هم زيات شويدې ٠