د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د اروپايی اتحاد نوبتی مشر هېواد بريتانيی د دسمبر په شلمه نېټه په بروکسيل کی د اروپايی اتحاد په استازيتوب د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې اړه خوښی څرګنده کړی چه د افغانستان نوی پارلمان د دسمبر په نولسمه نېټه په رسمی توګه خپل کار پيل کړ.
په دغې اعلاميې کې ويل شوی چه د افغانستان د نوی پارلمان د کار پيلېدل يو تاريخی چانس دی او له دې څخه څرګنديږی چه د ٢٠٠١ کال په پای کی د افغانستان د لنډه مهالی حکومت د جوړولو په هکله د بن تړون د لاسليک نه وروسته د افغانستان سياسی منځمهالی بهير بشپړ شوی دی. په دغې اعلاميې کې دا هم ويل شوی چه اروپايی اتحاد تل د افغانستان د پياوړو او مسئولانه ارګانونو د جوړولو او په دې هېواد کی د ديموکراسۍ او قانوني نظام د عملی کېدو لپاره کوشش کوی. اروپايی اتحاد تمه لری چه د افغانستان د نوی پارلمان سره نژدی اړيکی ټينګی کړی او دا هيله هم لری چه نړيواله ټولنه له افغانستان څخه دوامدار ملاتړ وکړي.