<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-21 15:53:20    
هغه څراغونه چه بريښنا سپما کوي ، د چين په زياتو کورونو کي استعماليږي

cri

څراغ په ژوند کي د اړتياوړ شي دی ، خو يوازي د رڼا کولو رول يي کافی ندی، نن ورځ خلک هغه څراغ غواړي چه بريښنا سپما کوي او د استعمالولو وخت يي اوږد وي . څرنګه چه دغه ډول څراغونه د خلکو اړتيا پوره کولي شي ، نو اوس د چين په زياتو کورونو کي داسي څراغونه استعماليږي .

د بيجينګ د څراغونو د پلورلو په بازار کي شل کلنې پيغلې شو چه د خپل نوي کور دپاره يي څراغونه انتخابول ، خبريال ته وويل چه د بريښنا سپماکوونکي څراغ په استعمالولو سره پيسې هم سپما کيږي ، څرنګه چه بيجينګ يو استهلاکي ښار دی او انرژۍ يي ډيرې کمې دي ، نو د ښار د يوه غړي په توګه دنده لرم چه تر ممکنه حده پوري بريښنا او نورې انرژۍ سپما کړم .

د بريښنا د سپما کولو څراغ لس کاله دمخه چين ته انتقال شو ، پخوا د دې څراغ د استعمالولو د ترويج دپاره حکومت او اړوندو تصديو زيات کارونه تر سره کړل ، خو له دي امله چه د نوموړي څراغ بيه د معمولي څراغ نه شل چنده لوړه ده ، نو رواج يي نشواي موندلی . خو د وروستيو کلونو راهيسې د چين د اقتصاد د پر له پيسې ترقۍ له برکته د خلکو استهلاکي توان په څرګند ډول لوړ شوی او په عين وخت کي د چين حکومت د انرژۍ د سپما دپاره ډير کوشش کړيدي ، نو د انرژۍ د سپما په هکله د خلکو پوهې هم اوچتې شويدي . په همدي حإل کي د بريښنا د سپما کولو څراغ د خلکو لخوا منل شويدی .

د چين د کميابو خاورو د ټولنې متخصص ښاغلي لو شن لي وويل چه د بريښنا د سپماکولو څراغ د کميابو خاورو څخه د توليد شوي مهتابي وړانګو د پوډرو

په واسطه جوړيږي ، ځکه چه کميابې خاورې ځانګړي خاصيت لری ، نو داسي څراغ بريښنا سپما کولي شي . هغه وويل چه معمولي څراغ پرته د رڼا ورکولو نه زياتره بريښنا په ګرمی انرژۍ بدلوي ، مګر د معمولي څراغ په نسبت هغه څراغ چه د کميابو خاورو څخه د اومو موادو په حيث توليدږي ، د ګرمۍ د توليدولو اندازه يي يو په څلورمه برخه ده ، خو د بريښنا د سپما کيدو اندازه يي په سلو کي له شپيتو نه تر اتياوو پوري ده .

د متخصصانو په اټکل که چيري په کور کي د څلويښتو واټو د معمولي څراغ په ځاي د يوولسو واټو د بريښنا سپماکولو څراغ استعمال شي ، د بريښنا مصرف به يي په سلو کي اتيا کم شي ، خو رڼا به يي هيڅ کمه نه وي . که په ټول هيواد کي د هر تن په سر څلور ساعته څراغ استعمال شي ، نو د يو ميلياردو درو سوو مليونو تنو دپاره به هر کال دري نوي ميليارده کيلوواټ ساعت بريښنا سپما شي . برسيره پردي د بريښنا د سپما کولو څراغ د استعمالولو وخت د معمولي څراغ نه اته چنده اوږد دی چه اتيا زرو ساعتو ته رسيږي .

ميرمن جانګ چه څو کاله مخکي يي د داسي څراغ په استعمالولو پيل وکړ ، خبريال ته وويل چه د مثال په توګه د پخلنځي او تشناب په کوټو کي چه کله کله ننه وزي ، ښه به دا وي چه د بريښنا د سپما کولو څراغ ګل نه کړي ځکه چه ددې څراغ د د روښانه کولو او ګل کولو په وخت کي ډيره بريښنا مصرفيږي .سره له دي چه د اوږد وخت دپاره څراغ نه ګل کيږي ، خو له دي امله چه د معمولي څراغ په نسبت د بريښنا د سپما کولو څراغ دري څلور چنده بريښنا سپما کولي شي ، نو په عمومي لحاظه ډيره بريښنا سپما کيږي .

د ياودنې وړ خبره دا ده چه د بريښنا د سپما کولو څراغ د جوړولو تخنيک لا تر اوسه د بشپړيدو په حال کي دی . ښاغلي لو شيوي لي وويل چه هغه څراغ چه د لمر د پلوشو د راغونډولو رول لري ، د پنځو يا لسو دقيقو دپاره د لمر پلوشې راجلبوي ، په تت ځاي کي له دوولسو نه تر پنځلسو ساعتو پوري استعماليږي او داسي نور څراغونه هم د څيړنې په حال کي دي .

د معلوماتو لمخې اوس پرته په کور کي د موټرونو په تم ځايونو ، مغازو ، سينماګانو او نورو ځايونو کي هم داسي څراغونه استعماليږي . د نوموړو څراغونو د استعمالولو د ترويج دپاره متخصصانو دا پيشنهاد وکړ چه حکومت بايد د دغو څراغونو د توليدولو له فابريکو څخه قوي ملاتړ وکړي مثلا ددوي ماليات دي کم کړي څو چه د څراغونو بيې کمې شي او نوي ډول څراغونه اختراع شي .