<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-21 18:28:58    
اوه کلن هلک په انګليسی ، فرانسوی او هسپانوی ژبی ښه پوهيږي

cri
اوه کلن هلک په انګليسی ، فرانسوی او هسپانوی ژبی ښه پوهيږي

لږه موده د مخه په بيجينګ کی د جينګ چنګ کپ په نامه د ماشومانو د انګلسی ژبی د سيالو په هکله په شپږمی مسابقی کی اوه کلن هلک هان جين يو چه عمر ئی د نورو ماشومانو په نسبت لږ دی ، په انګليسی ، فرانسوی او هسپانوی ژبو ئی د لکچر په مسابقه کی د ننداچيانو ستاينې تر لاسه کړې او ده انګليسي ژبه بالکل په چين کی زده کړې ده ٠

د ده د مور په قول هلک هان له کوچنيتوب څخه په بيجينګ کی ژوند کوی او د بيلا بيلو هيوادونو د ژبو سره ډيره علاقه لری ٠ د ده زيات شمير خپلوان په بهرنيو ژبو پوهيږي ، له کوچنيتوب څخه هغه زيات انګليسی فلمونه ليدلی او په خپل ژوند کی له پلار سره هم په انګليسی ژبه خبرې کوی ٠ کله چه هغه شپږ کالو ته ورسيد او ښوونځی ته د رسيدو نه وروسته هغه د ميلمنو او کورنيو ښوونکو څخه د فرانسوی او هسپانوی ژبو په زده کړه پيل وکړ ٠

په دغی مسابقه کی هلک هان نه يوازی په روانه انګلسی ژبه د مارتون لوبی د سرچينی په باب مفصل معلومات ورکړل ، بلکی د ١٩٩٨ کال د فوتبال د نړيوال کپ په نامه ېی جوړه شوی سندره هم وويله او د تکړه نتداری په اتکا ئی بالاخره يوازي لومړی لمبر وګاټه ٠ خو د مسابقی نه وروسته هلک هان د خپل برياليتوب څخه خوښی نه و ، ځکه چه ځانګړی جايزه ئی نه ده تر لاسه کړې ٠ د ده مور هيله وښوده چه زوی ئی په راتلونکي کی د خارجي ژبو د زده کړې د ذاتي استعداد څخه په ګټی سره داسي يو شخصيت په توګه وروزل شي چه د ټولنې دپاره زيات خدمتونه تر سره کړي شي ، مثلا مدافع وکيل او يا ډاکتر ٠ خو د هلک هان هيله دا ده چه په راتلونکی کی د انترنيت د ويروس د وژلو دنده په غاړه واخلي ٠

په ښارونو کی په سلو کی څلور اويا تنه زده کوونکی غواړی چه د هغو کوچنيانو سره مرسته وکړي چه پلرونه او ميندې يي د مزدوری لپاره له کليو څخه ښارونو ته راغلی دي

د چين د صنعتی چارو د چټک پرمختګ سره سم زيات شمير بزګران د مزدورۍ لپاره ښارونو ته ځي ، خو ددوي د راتګ نه وروسته په ټولنه کي زيات ستونزی هم رامنځته کيږيي په تيره بيا ددوي د اولادونو ښوونه د زياتې توجه وړ ګرزيدلې ده .

د چين د اساسي قانون لمخې دوي د ښاري ماشومانو سره د ښوونې د منلو په برخه کي يو شان حق لري ، نو مختلفې څانګې بايد ددوي دپاره د زده کړي اسانتياوې برابرې کړي څو چه دوي په ښه شان سره په ښارونو کي ښوونه تر لاسه کړ ٠

اوس هغه زيات شميرکوچنيان چه له پلار او مور سره له کليو څخه ښارونو ته راغلی ، له ښاری کوچنيانو سره يو ځای په ښوونځيو کی زده کړه کوی ٠ لږه موده د مخه د هغو پلټنو له نتيجی څخه چه د چين د ښځو د ورځپاڼی او د م م د ماشومانو د صندوق لخوا تر سره شوی ، څرګنديږي چه که چيری د کليو کوچنيان د زده کړی په بهير کی له مشکلاتو سره مخامخ وي ، په سلو کی څلور اويا تنه ښاری زده کوونکی غواړی چه د دوی سره مرسته وکړي ٠

د دغو تحقيقاتو سره سم په سلو کی دوه شپيته ښاری زده کوونکو ويلی چه ددوي د نژدي دوستانو څخه زيات شمير د مزدوری بزګرانو اولادونه دی ٠

د چين د ځوانانو د سياسي پوهنځي په اړه د يوه انستيتوټ ډاکتر لو ده پينګ د دغو تحقيقاتو د تحليل په وخت کي وويل چه اوس په ژوند او زده کړه کي د مزدوي د بزګرانو ماشومان د ښاري ماشومانو سره د سو ځای کيدو کوم مانع نه لري .