<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-21 18:45:41    
په چين کې د کريسمس اختر

cri

نن ورځ د لويديځو هيوادونو اخترونه د مخ په زياتيدونکو چينايانو له خوا ومنل شول ، لکه د کريسمس اختر، د معشوقې يا د مينې اختر ، د پلار اختر ، د مور اختر او داسي نور اخترونه په چين کې د زياتو ځوانانو په منځ کې ډېردود دي ٠ د کريسمس په راسيدو سره ډير چينايان د دغه اختر د هرکلي له پاره په تياري کولو بوخت دي ٠ ديرش کلن ښاغلي ليو سونګ د بيجينګ د برقي موټرونو د جوړولو د فابريکې کارکونکي دي ٠ هغه او دده دکورني غړو لا ددوو اونيو نه مخکې بيا د کريسمس د اختر له پاره تياري نيولي دي ٠ دده د کور په کوچني سالون کې د کريسمس ونه ايښودل شوي او ور باندې رنګارنګ څراغونه ځوړند دي ٠ هغه وويل چه په دي اختر کې به مونږ چمتو يو چه لومړي د بينجنګ د لويديځ خوراک په يو مشهور رستوران کې ډوډۍ وخورو او ورپسي په لوي دکان کې شيان واخلو ٠ ځکه د کريسمس په اختر کې د ډيرو دکانونو دروازې په ټوله شپه کې خلاصې وي د چين په بيجينګ او نورو ډيرو ځايونو کې لکه د ښاغلي ليو په شان داسي خلک ډير زيات دي ٠ دغه راز د دغه اختر د نمانځنې په بهير کې د چين د مخ په زياتيدونکو اوسيدونکو د ژوندانه شکلونه هم غني او رنګارنګ شويدي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د چين د اقتصإد په چټکې پرمختيا او د خلکو د ژوندانه د سويي په اچوتيدو سره د چين د خلکو مصرفي لياقت هم ورځ په ورځ پياوړي شوي او له بلې خوا د چين د ورخلاصون تګ لارې د پلي کولو په ژورتيا سره د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ تماسونه هم مخ په زياتيدو دي او دا هم د مخ په زياتيدونکو چينايانو له خوا د کريسمس د منلو او تفاهم عمده سبب دي ٠ زياتو چينايانو ته دا پروا نه لري چه يا د چين عنعنوي جشن يا د لويديځو هيوادونو اختر ، دوي ټول کولي شي چه د اختر څخه په استفادې سره د خوشحالې او دلچسپۍ نه ډګ ژوند تير کړي ٠ همداشان له دي امله چه کريسمس د امنيت ، ارامتيا د نيکې هيلې معني لري ، نو د دغه اختر نمانځنه د نېکمرغه ژوند دګټلو په هکله د خلکو له ارزو سره سمون خوري ٠

د کريسمس د اختر په موده کې عمومأ خلک يو بل ته تحفي ورکوي او ميلمستيا جوړوي او په ميلمستيا کې د برخې اخيستنې له پاره خپلوانو او دوستانو ته بلنه ورکوي ٠ په چين کې دغه اختر ځانګړي خصوصيت لري ٠ زياتره ځوانان دغه اختر د دوي او د خپلو دوستانو سره د راغونډيدو فرصت ګڼي ٠ مثلا ډير ځوانان خپلو ټولګيوالو او دوستانو ته د بلنې په ورکولو سره يو ځاي دغه اختر لماځنه کوي او د کريسمس شپه تيروي ٠ دبيجينګ د بي فان پوهنتون زده کونکې پيغلې سيون مينګ وويل چه سږکال به د کريسمس په اختر کې زه په فانسي بول کې ګډون وکړم او د ځانګړي لمانځني د فعاليت له لارې په پوهنتون کې زما د وروستي کريسمس هرکلي وکړم ٠ځکه زه به ژر له پوهنتون څخه فارغه شم ٠

هر کال د کريسمس په موده کې د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د نوموړي اختر د لمانځنې له پاره په ډيرو دکانونو کې تجارتي شيان ډير زيات او رنګارنګ ښکاري ٠ د کريسمس د شپې په وخت کې د ډيرو دکانونو دروازې په پوره شپه خلاصې وي او په بيلا بيلو رستورانونو کې په مختلفو درجو د کريسمس خواړه تياريږي ٠ سږکال د کريسمس له راسيدو نه د مخه د بيجينګ د عمده او لوي بازار يعنې د وانګ فو جينګ په لوي بازار کې په بيلا بيلو لويو او کوچنيو دکانونو کې ټول د کريسمس په ارتباط ډول ډول ښکلي او دلچسپې تحفي ، د کريسمس ښکلي ونې او نور بيلا بيل تجارتي شيان ايښودل شوي دي ٠ د يو دوکان کارکونکي ښاغلي ځنګ هوا خبريالانو ته وويل چه سږکال زمونږ په دکان کې د کريسمس په ارتباط څه د پاسه سل ډولونه تجارتي شيان تيار شوي دي ، لکه د کرسمس د سپين ږيرو، د کريسمس سپي په شمول د خلکو د خوښې وړ داسي نور د لوبو سامانونه ليدل کيږي ٠ هره ورځ د دغو سامانونو د خرڅولو له لارې تر لاسه شوي عايدات درو او څلور زرو ژن مين بي يوانو ته رسيږي ٠ نه يوازي د چين په ښارونو بلکه په پراخو کليو کې د بزګرانو په کورونو کې د کريسمس د لمانځني فضا هم ډيره توده ده ٠ مثلا د چين د هي لونګ جيان د ولايت د جيا مو س په شاوخوا کليو کې د کريسمس د هرکلي له پاره د ډيرو بزګرانو په کورونو کې د کړکيو پر شيشو باندې دکريسمس د سپين ږيرو هغې څيري نښلول شوي چه په کاغذونو رسم شوي دي ٠