د سين هوااژانس د خبر له مخی : د هالند حکومت غړو د روانی مياشتی په ٢٢مه نېټه له دې سره موافقه وکړه چه د افغانستان جنوبی سيمو ته له يوه زره دوو سوو تنو څخه تر يوه زره څلورو سوو تنو پوری نور زيات سرتېرې وروليږي او دوي به د ناتوبلاک په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتونکو پوځونو په فعاليتونو کی ګډون وکړي.
د هالند د قانون سره سم دغه پرېکړه به لا د پارلمان د رای ورکولو له لاری له منل کيدو وروسته د عمل پر ډګر پای کيږي ٠ د هالند د خبری رسنيو د خبر له مخی له دې امله چه د دغه هېواد د پارلمان يو شمير غړی په افغانستان کی د امنيتی حالاتو په اړه انديښنه لری ، نو اوس نشی ويل کيدای چه أيا دغه پرېکړه به په راتلونکی فبروری کی د پارلمان له خوا د هوکې په رای ګټلو بری ومومي که نه ٠
د عمومی نظر غوښتنی د تحقيقاتو څخه څرګنديږي چه په سلو کی ٦٨ تنو هالندی خلکو له دې سره مخالفت ښودلی چه حکومت افغانستان ته نور زيات سرتېري وروليږي ٠