<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-23 10:37:11    
د روغتيا نړيوال سازمان په ټينګار سره وويل چه د مرغانو د انفلونزا ناروغی په اړه بايد خپل ويښتوب وساتل شي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخی : د روغتيا نړيوال سازمان د أرام سمندر په لوېديځه سيمه کی د منشی ومی شيګيرو په مشرۍ پلاوی د دسمبر په ٢٢مه نيټه د چين د هو نان په ولايت کی د کتنی په وخت کی په ټينګار سره وويل چه په ژمی کی د مرغانو انفلونزا د خپريدو وخت په رسيدو سره بايد د دې ناروغی د وقايی او کنترول نظريې وساتل شي او د دې ناروغی د خپرېدو د مخنيوی او معاينی لپاره لا نور کوشش وشي ٠

دغه پلاوی په همدې ورځ د هو نان ولايت د ناروغی د وقايی او کنترول مرکز او د ماشومانو د روغتون په شمول د محلی سيمې د درملنی له څانګو څخه ليدنه کتنه وکړه او په چين کی يې د هغه لومړی ناروغ د حال احول پوښتنه وکړه چه د مرغانو انفلونزا په ناروغی اخته شوی دی ٠ دغه پلاوی د محلی سيمی د طبی متخصصانو سره د مرغانو د انفلونزا په ناروغی د انسانانو د اخته کيدو د مخنيوی او درملنی په برخه کی د تجربو په اړه د نظر تبادله وکړه ٠