<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-23 14:53:07    
سون جونګ شان

cri

ښاغلی سون جونګ شان د چين د ديموکراتيک انقلاب د رامنځته کيدو پيشقدم و ، دده تر مشرۍ لاندې خلکو د چين څه دپاسه دوه زره کلنه فيوډالي او امپراطوري سلسله بيخي له منځه وړلی او يو ديموکراتيک جمهوريت يې تاسيس کړ٠

سون جونګ شان په ميلادي ١٨٦٦کال کې د چين د ګوانګ دونګ ولايت د سيانګ شان په ولسوالی کې وزيږيد، پخوانی نوم يې سون ون و ، په ١٨٩٧کال کې سون ون په چاپان کې د چينګ امپراطوري سلسلې د له منځه وړلو په فعاليتونو کې خپل ځان ته د جونګ شان چياو په نامه تخلص ورکړ ٠ نود هغه وخت نه وروسته خلکو هغه ته د سون جونګ شان نوم ورکړ ٠

په ١٨٧٨ کال کې سون ون د زده کړې دپاره د امريکې هونولولو ښار ته ولاړ او د پنځو کالو نه وروسته هغه چين ته بيرته راغی او د چين د ګوانګ جو ښا ر په طبي پوهنځي کې زده کړه کوله ، ددې نه وروسته هغه بيا د هانکانګ په طبي پوهنتون کې خپل تحصيلات سرته ورسول ، کله چې سون جونګ شان ددې پوهنتون څخه د فارغ کيدونه وروسته هغه په مکاو او ګوانګ جو کې په طبي کار بوخت کيده ، ځوان سون جونګ شان نه غوښتل چې په طبي کارونو کې خپل عمر تيرکړي ، هغه د چينګ د امپراطوري سلسلې د له منځه وړلو دپاره لوړ همت درلود ، هغه ددې مقصد د ترسره کيدو دپاره په ١٩٠٥ کال کې د چين اتحاد جوړکړ او څو څو ځله يې د امپراطوري تسلط د محوه کولو دپاره وسله وال ياغيتوب رامنځته کړي وو ٠ خو بالاخره له ناکامۍ سره مخامخ شول ٠ د ميلادي ١٩١١ کال د اکتوبر په لسمه نيټه د چين د خوبۍ ولايت د وو چانګ په ښار کې د چينګ د امپراطوري تسلط د له منځه

وړلودپاره وسله وال ياغيتوب رامنځته شو او نوموړي ياغيتوب بری وموند ٠ ددې کال د دسمبر په ٢٩ نيټه ښاغلي سون جونګ شان د چين د موقتي جمهوررئيس په توګه وټاکل شو ، ورپسي د ١٩١٢ ميلادي کال د جنوري په لومړې ورځ د چين د نان جينګ په ښار کې د چين د جمهوريت موقتي حکومت جوړ شو ٠ دا د چين په تاريخ کې لومړی کپيتاليستي جمهوريت و او د چين په معاصري تاريخ کې يې ډير ستر اهميت درلود ٠ د ١٠١٢ کال د فبروري په ١٢ نيټه د چينګ د امپراطوري سلسلې وروستنی امپراطور پو يې له شاهي تخت څخه ووت ، تر هغه وخته پورې د چين د څه دپاسه دوو زرو کالو فيوډالي او امپراطوري تسلط د ريښې نه ختم شو٠

د ١٩٢١ کال د جولاي په مياشت کې د چين کمونست ګوند جوړ شو ، دا د سون جونګ شان په مشرۍ د ګومينتانګ ګوند ته قوتونه او اطمينان ورکړل، ښاغلي سون جونګ شان پريکړه وکړه چې د چين د کمونست ګوند سره يو ټينګ اتحاد جوړکړي ترڅو په ګډه سره د امپراطوري سلسلې د له منځته تللو نه وروسته د رامنځته شويو پوځي ديکتاتورانو سره مجادله وکړي ٠ د ١٩٢٤ کال د جنوري د مياشتې د شلمې نيټې نه تر ديرشمې نيټې پورې د چين د ګومينتانګ ګوند لومړي ملي کانګرس د سون جونګ شان تر مشرۍ لاندې جوړشو ، په نوموړي کانګرس کې ښاغلي سون جونګ شان هغه درې انقلابي پاليسي وټاکلې کومې چې د ګومينتانګ ګوند بايد د شوروي اتحاد او د چين د کمونست ګوند سره کلک اتحاد جوړکړي او د چين د کارګرو او بزګرو د ازادۍ د ګټلو دپاره هڅه وکړي ٠ د نوموړو دريو پاليسيوپه رڼا کې د چين د ګومينتانګ ګوند او کمونيست ګوند ترمنځ د لومړي همکاري متحده جبهه په رسمي توګه جوړه شوه ٠ ښاغلي سون جونګ شان د نوموړو دريو پاليسيو د

روحيې سره سم بيا هغه شعارونه وړاندې کړل چې بايد د فيوډاليزم او امپرياليزم سره مخالفت وکړي شي ، بايد ټول چينايان د مساوي حقه حقوقو څخه برخوردار شي او بايد هر بزګرزراعتي مځکه ترلاسه کړي او د کارګرو ژوند ښه کړی شي ، ښاغلي سون جونګ شان د نوموړو دريو پاليسيو او دريو شعارونو د سرته رسولو دپاره په ټول عمر کوشش وکړ ، دده لخوا ټاکل شوي تګلاره د چين د معاصري تاريخ د پرمخبيولو په هکله ستره او ژوره اغيزه وکړه ٠ هغه د چين په تاريخ کې نه پوپناکيدونکې کارنامې ترسره کړې او يوه روښانه پاڼه يې وليکله ٠

ښاغلي سون جونګ شان د ١٩٢٥ کال د مارچ په دوولسمه نيټه د ناروغۍ له امله په بيجنګ کې د دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ، هغه د خپل ژوند په پاي کې دا خبره وکړه چې انقلاب ﻻهم نه دی سرته رسيدلی ، ټول ملګري بايد انقلاب ته دوام ورکړي او کوشش وکړي ٠ اوس مونږ هم بايد د چيني خصوصيت لرونکي سوسياليزم د ترسره کولو او د چين د پياوړتيا دپاره نه سمومانه کيدونکي هاند او زيارونه وباسو