<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-23 17:40:16    
د فلمونو د سندرې په نامه د موسيقی ډرامه په بېجينګ کی نندارې ته وړاندی شوه.

cri
 څو ورځې دمخه په چين کی د فلم د رامنځته کېدو د سلمې کاليزې د يادونې دپاره د فلمونو د سندرې په نامه د موسيقی لويې ډرامې په بېجينګ کی نندارچيانو ته وړاندی او د زياتو ليدونکو توجه يی ځانته راجلب کړه. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د موسيقې د دې ډرامې په هکله څه معلومات واورئ.
( لومړی اواز)
همدا اوس مو د فلمونو د سندرې په نامه د موسيقې په دغه لويه ډرامه کی اواز واوريد. په دغه ډرامه کی د فلم د جوړولو دپاره د دوو ځوانانو کوښښونه او په تېرو سلو کلونو کی د چين د فلمونو تاريخ څرګندېږی. ننداچيان له دې ډرامې څخه د کتنې نه وروسته د چين د فلمونو د انکشاف په هکله معلومات تر لاسه کولی شی. دوه کاله دمخه، د چين د سترې وچې، هانکانګ او تايوان د فلم جوړولو، موسيقي او نڅا په شمول زيات شمېر مشهورو هنرمندانو د دغې ډرامې په جوړولو پيل وکړ. روان کال د دې ډرامې د جوړولو کارکوونکي د تجربو د تر لاسه کولو دپاره امريکې، انګليستان، جاپان او د کوريا جمهوريت ته ولاړل. دغه ډرامه د هانکانګ د مشهورې ډايرکترې جانګ وان تينګ له خوا جوړه شويده او د چين زيات نامتو سندر غاړو او هنرمندانو پکې برخه اخيستلې ده.
ډايرکتره جانګ وان ټينګ په هانکانګ کې يوه ډيره مشهوره ډايرکتره ده او زيات شمېر غوره فلمونه يی جوړ کړيدي. د دې ډرامې د ياودنې په وخت کی هغې خبريال ته داسی وويل
هر تن ځانګړی نظريه لری، نو زما دنده دا ده چی د دوی رنګا رنګ نظريې سره يو ځای کړم او يوه ښه ډرامه جوړه کړم.
موسيقی د دې ډرامې بنسټ دی. د موسيقی مسؤل لی ځونګ شنګ چی په چين کی زيات شهرت لری او د ده له خوا زياتې جوړې شوی سندرې د زياتو ځوانانو خوښېږی، په دغه ډرامه کی يې د سندرو د جوړولو دپاره په تېر دوو کلونو کی تياری نيولی دی. هغه ډير خوشحاله دی چی د دې ډرامې دپاره سندرې جوړوی. د موسيقی په دغه ډرامه کی څه نا څه يو سلو شپېته دقيقې موسيقې اورېدای شی او له دې څخه دوه ويشت نوې مروجې سندرې راغلي دي. په دغه ډرامه کی نندارچيان نه يوازی معاصری موسيقی، بلکه د بېجينګ اوپرا په شمول د چين زيات عنعنوی موسيقی اورېدای شی. پر دې سره سره ، په تېرو سلو کلونو کی د غوره فلمونو زيات شمېر په زړه پوری سندرې هم په دغه ډرامه کی شاملې شويدي. په دې هکله ښاغلي لی ځنګ شنګ وويل
( دريم اواز)
د دې ډرامې د جوړولو د اندازې او د ساريو له مخې، په دغه ډرامه کی څه دپاسه ديرش لنډې موسيقی او دوه ويشت سندرې اوريدای شی. د اتو ځلو دپاره مو داسی موسيقی اصلاحې کړيدي.
هغه د سندره غاړو د نندارتونو څخه خوښي څرګنده کړه، که څه هم په دغه ډرامه کی ځينی هنرمندان سندره غاړي نه دي، خو د نندارچيانو زياتې ستاينې يی تر لاسه کړيدي.
دغه راز په دغه ډرامه کی نندارچيان ښکلی صحنه او رنګا رنګ جامې ليدلی شی. د نندارې له کتلو نه وروسته، نندارچيان ټول ډير خوشحاله دي. ښاغلي جانګ چيون چه د موسيقی د ډرامې يو مينه وال دی، خبريال ته وويل
(څلورم اواز)
روان کال په چين کی د موسيقی ډېر زيات شمېر ډرامې نندارچيانو ته وړاندی شويدي، خو زياتې يی د توجه وړ نه دی ګرځېدلی. نننی ننداره ډيره ښه ده او د چين د موسيقی ډرامې د پرمختګ دپاره اهميت لری، له دې ډرامې څخه می خوند اخيستی دی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس تاسو د فلمونو د سندرې په نامه د موسيقی د ډرامې په هکله څه معلومات واوېدل. ستاسی د له غږ نيولو څخه ډېره مننه کوو. خوشحاله اوسئ.