<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-12-24 18:42:29    
د چين د شان دونګ په ولايت کی شخصي هنری ډلې د ګڼ شمېر بزګرانو لپاره خدمت کوي

cri

که څه هم اوس د چين دروازه خلاصه شويده او د نورو هېوادونو کلتورونه چين ته داخل شويدي ، خو د چين په بېلابېلو ځايونو کي ډول ډول اوپراګانې مروجې دي او په تيره بيا بزګران د خپلې سيمې د اوپراګانو سره ډيره مينه لري .

د وروستيو کلونو راهيسې د بزګرانو د کلتوري ژوند د سمسورتيا دپاره يو مهم ګام دا دی چی د شان دونګ ولايت حکومت د شخصي هنری ډلو له انکشاف څخه ډيرملاتړ کوی .تر اوسه پوری ددی ولايت په کليو کی ٥زره ٢ سوه همدغسی هنری ډلی ،٥٢ زره هنری ټيمونه او ٥٧ زره کورنۍ د ګڼ شمير بزګرانو دپاره شپه ورځ خدمت کوی ، په بله ژبه په منځنی توګه په هره ولسوالی کی ٤٠ هنری ډلې شته .له دی امله چی د دغو ډلو غړي ټول بزګران دي او د بزګرانو دپاره ددوي کيسی ننداره کوي ،نو ځکه بزګران د دغو هنری ډلو يا ټيمونو تود هر کلی کوی .

په چين کی که څه هم په ژمی کی هوا سړيږی ،خو ژمی د بزګرانو دپاره د نندارو د ليدلو ښه وخت هم دی . د شان دونګ په ولايت کې د شخصي هنری ډلو نندارو چه د دسمبر له اوولسمې نيټې نه د مرکز جی نان ښار د لی چنګ سيمی د ليو بو په علاقه داری کی پيل شوي ، ددې ولايت د کلتور د رياست له خوا جوړ شوي او د ټول ولايت د ٥ زرو هنری ډلو څخه ټاکل شوي سل غوره هنری ډلې او سل په زړه پوري پروګرامونه په روان ژمی کی د ولايت د بيلا بيلو ځايونو بزګرانو ته وړاندي کيږي .

د شان دونګ په کليو کی بزګران له ډول ډول محلي اوپراګانو سره ډيره مينه لری .د

شان دونګ د بو شين په ولسوالی کی د خلکو په خبره پخوا له نورو ځايونو څخه راغلو ځينی هنری ډلو ناوړه ننداری وړاندی کړی ، نو ځکه يي يوازي لږ شمير بزګران راجلب کړل.

خو په نژدی کلونو کی د بزګرانو هنری ډلی رامنځته شوی دی چی دا د خلکو کلتوری ژوند د ښکليتوب دپاره ستر رول لوبوي او لوبولی يي دی .

پخواپه کليو کی د اوپراګانو کتل وړيا وه ، خو ددې ولايت د مرکز جی نان ،چين داو ،يان تای او ځی بو په شمول د اقتصاد په پرمختلليو سيمو کی داسي ننداری سوداګريز دي او يوازي لږه اندازه پيسې اخلي . د بېلګې په توګه د زړو کسانو د زيږيدنی د ورځو د نمانځنې ، د فابريکې د پرانستلو او يا په پوهنتونونو کي د زده کوونکو د شامليدو له امله داسي ننداری اجرا کيږي چه هنری ډلې ته يوازي کم شمير اندازه ورکول کيږي ، نو له دی امله داسي ننداری نه يوازی د بزګري هنرمندانو لپاره دخپل هنري توان د څرګندولو وخت دی ، بلکه دوي هم ورڅخه کمې ګټی اخلی .په ځينو کليو کی داسی هنری ډلې د تود هرکلي وړ دي او ننداری يي د کال په څلورو فصلونو کې په پوره توګه غوښتل شويدي .

داسي ننداری نه يوازی دا چی د خپلی ننداری له لاری يی بزګري هنرمندانو ته ګټې ورکوي ، بلکه زياتې محلي اوپراګانې يی هم له حياتي ځواک څخه ډکې بريښي .

د هوسا ټولنی د ودانولو بهير په پرمخبيولو سره د ګڼ شمير بزګرانو د ژوند سويه او کلتوری کيفيت په پر له پسی توګه لوړيږي .نو په دی وجه د بزګري هنرمندانو هنري کيفيت هم بايد لوړ شي چه د بزګرانو کلتوري اړتياوې پوره شي .